26 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د سولې خبرې له خنډ سره مه مخ کوئ

Written by  Waleed
Rate this item
(0 votes)

کابل / د تلې ۵ مه / باختر
په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې له تشریفاتي پرانیستې راوروسته له بده مرغه نه دي پيل شوې. ستونزه د خبرو د پرمخ بیولو لپاره د طرزالعمل پر سر د راپورته شویو ناندریو ده.
د باختر آژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:
د رپوټونو له مخې؛ د دوو مسئلو پر سر راپورته شویو ستونزو ته لا کوم حل نه دی موندل شوی. یوه موضوع دا ده چې د طالبانو لوری ټینګار کوي چې حنفي مذهب دې د پرېکړو بنسټ وګڼل شي. دویمه موضوع دا ده چې طالبان وایي: له امریکایانو سره د دوی موافقه دې د بنسټ په توګه ومنل شي. دا دواړه مسئلې د افغان حکومت پلاوي ته د منلو نه دي او د دواړو لوریو د تماس ډلو ونه شوای کولای چې په خپلو څو پرلپسې ناستو کې دې ستونزې ته د حل معقوله لاره ومومي. تر هغو چې طرزالعمل تصویب نه شي، د خبرو آجڼدا جوړېدای نه شي او چې آجڼدا نه وي، نو بیا خو خبرې پیل کېدای نه شي.
د طرزالعمل پر سر راپورته شوې ناندرۍ جوتوي چې د سولې خبرې به ډېرې ستونزمنې وي او ښایي په هر پړاو کې له داسې خنډونو او ستونزو سره مخ شي چې د هغوی حل به وخت غواړي، پياوړی او هر اړخیز استدلال به غواړي او ډېر ستر صبر او زغم به غواړي.
موږ باید یوه خبره ښه په زغرده ووایو او هغه دا چې د افغانستان روانه کشاله او ستونزه یوازې د خبرو له لارې حل کېدای شي، جګړه د ستونزو د حل لاره نه ده. اوس د خبرو د پيل لپاره یوبې ساری تاریخي فرصت برابر شوی دی. هېچا دا فکرنه کاوه چې د افغان حکومت او طالبانو پلاوي به خبرو ته سره کېني، یو مېز ته به سره کېني او تر یو چتر لاندې به سره راټول شي، له یو بل سره به روغبړ وکړي او له توپ او ټوپک پرته به په خورا آرامه او سوله ییزه فضا کې د مهموملي مسئلو په اړه مخامخ خبرې وکړي او د خپلو خبرو د پخلي لپاره به د ډزو پر ځای استدلال وکړي؛ خو دا کار وشو او هغه دی په دوحه کې دواړه لوري خبرو ته سره ناست دي.
اوس ډېره مهمه خبره دا ده چې باید دا خبرې هرومرو یوې ښې او مثبتې پایلې ته ورسېږي. منو چې د  افغانستان څو کلنې کشالې او جګړې ته په څو ناستو کې د حل لارې موندل ناشوني دي. دا خبرې او دا ناستې به اوږدې وي او لکه پورته چې وویل شول ستونزمنې به وي، په هر پړاو کې به خنډونه راپورته کېږي او ښایي ځیني وغواړي چې دا خبرې ناکامې شي. د دواړو لوریو پلاوي باید د افغانستان او افغانانو لوړې ملي ګټې په پام کې ونیسي او د افغانستان او افغانانو لوړې ملي ګټې په دې کې دي چې باید د سولې خبرې هرومرو پایلې ته ورسېږي.
د دې لپاره چې د سولې خبرې پایلې ته ورسېږي، نو دواړه لوري باید انعطاف ته بشپړ چمتووالي ولري، نن انعطاف ته داسې اړتیا ده لکه په سبو کې مالګې ته. اصلي موخه سولې ته رسېدل دي، نه بل څه.
منو چې په دې بهیر کې باید د افغانانو ملی او معنوي ارزښتونه وساتل شي او ترپښو لاندې نه شي. داسې ښکاري چې یو شمېر لوري کوښښ کوي چې دا خبرې له اصلي موخې بل لوري ته واړوي او مذهبي او نوررنګونه ورکړي. دغه راز چنلد د افغانانو له ملي ګټو سره هېڅ راز اړخ نه لګوي.
موږ دواړه لوري رابولو چې د افغانانو لوړوملي ګټو ته خپله ژمنتیا او د سولې لپاره انعطاف منلو ته خپل تیاری په عمل کې ثابت کړي او د خبرو پر وړاندې د خنډونو له جوړولو په کلکه ډډه وکړي.
پاى/ن.ش

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.