30 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

 کابل / د لړم ٩ مه / باختر 
په سمنګانو، پروان او بلخ کې ۱۸ تنه د جنايی جرمونو په اړوند ونیول شول.
د پروان د امنیې قوماندانۍ ویاند سلیم نوري د باختر آژانس خبریال ته وویل چې د دغه ولایت پولیسو د چاریکارو ښار په مرکز ۱۱مه ناحیه کې د یو ځوان هلک د وژنې په اړوند پنځه تنه نیولي دي.
د یو بل خبر له مخې:
د بلخ پولیسو د مزارشریف ښار په مربوطاتو کې د غلو یوه درې کسیزه ډله چې ترڅار لاندې وه، له یوې چړې او دووتو مانچو سره ونیوله.
په یو بل خبر کې ویل شوي دي چې د سمنګانو د امنیې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیریت منسوبانو ۱۰ جوارګر د دغه ولایت په مرکز ایبکو ښار پورې اړوند بندر سیمه کې نیولي دي.
پای/ع

 کابل / د لړم ٩ مه / باختر 
د میلاد النبي (ص) په درناوي په کندز کې پر څه دپاسه زرو بېوزلو کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول.
د کندز د مهاجرینو د راستنولو چارو رییس غلام سخي رسولي باختر آژانس ته وویل چې دغه ریاست د همکارو موسسو په همکارۍ د حضرت محمد مصطفی (ص) د میلاد په درناوي په کندز ښار کې پر ۱۰۱۵ جګړه ځپلو کورنیو خوراکي توکي ووېشل.
هغه زیاته کړه چې په دې دوره کې پر هرې کورنۍ ۴ بورۍ اوړه، ۴ بوشکې غوړي او ۲،۱ کیلو ګرامه بېسکوېټ ووېشل شول.
تېره اوونۍ هم پر دغو کورنیو لګښتي مالونه او روغتیايي بستې ویشل شوې وې.
پای/ع

 کابل / د لړم ٩ مه / باختر 
د وسله والو طالبانو بريدونه په کندز کې په شا وتمبول شول او د دې ډلې ٦ غړي  ووژل شول.
د کندز د امنيې قوماندانۍ وياند انعام الدين رحماني باختر آژانس ته وويل چې امنيتي او دفاعي منسوبینو د کندز ښار په کله ګاو کلي کې د سيمه ييزو پوليسو پر امنيتي پوستو د وسله والو طالبانو بريدونه په شا وتمبول.
رحماني زياته کړه: په جګړو کې ٦ وسله وال طالبان ووژل شول او ٢ نور یې ټپيان شول.
د کندز د امنيې قوماندانۍ وياند وويل چې په پېښو کې ٢ پوليسان برسېرن ټپيان شول.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
پاى \ ذ

- کابل / د لړم ٩ مه / باختر 
اووه دېرش وسله وال طالبان په تېرو ٢٤ ساعتو کې په روزګان کې ووژل شول.
د روزګان د والي وياند احمدشاه ساحل رسنيو ته ويلي دي چې دغه وسله وال طالبان د دغه ولايت په دهراوود ولسوالۍ کې د هوايي ځواکونو په ملاتړ پوځي عملياتو کې ووژل شول.
ساحل زياته کړه چې دغه عمليات پر هغو سيمو ترسره شول چې يوه اوونۍ مخکې یې وسله والو طالبانو نيولې وې او پوځيانو بريالي شول دغه سيمې بېرته ونيسي.
د روزګان د والي وياند وويل چې په يادو عملياتو کې يو سرتېرى شهيد او يو بل یې ټپي شو.
پاى \ ذ

 کابل / د لړم ٩ مه / باختر 
په فارياب کې پرون د وسله والو طالبانو بريدونه په شا وتمبول شول او د دې ډلې ٧ غړي ووژل شول.
د فارياب د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالکريم  يورش باختر آژانس ته وويل: امنيتي او دفاعي منسوبینو د یاد ولايت په قيصار ولسوالۍ کې پر امنيتي پوستو د وسله والوطالبانو بريدونه په شا وتمبول.
يورش زياته کړه: په جګړو کې ٧ وسله وال طالبان ووژل شول او ٣ یې ټپيان شول او پاتي نور يې له سيمې څخه وتښتېدل.
پاى \ ذ

 نړيوالې خبري سرچينې/ د لړم ٩ مه / باختر 
د امریکا په متحده ایالتونو کې د ۲۴ ساعتونو په لړ کې په کرونا ویروس د (۹۱۰۰۰) کسانو د اخته کېدو بې‌ ساری شمېر ثبت شو.
د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرنو له مخې؛ په امریکا کې پرون په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۸ میلیونو او ۹۰۰ زرو ته ورسېد او په دغه ویروس د مړو شمېر تر ۲۲۸ زرو اوښتی دی.
د امریکا د براون پوهنتون د عامې روغتیا مشر ډاکټر اشیش جها رویټرز خبري آژانس ته وویل: اوس په امریکا کې وضعیت ډېر خراب دی.
د اروپا په ګڼو هېوادونو کې د کرونا ویروس بیا خپرېدو د دې لویې وچې ګڼ هېوادونه   د محدودیتونو سختولو ته اړ کړي دي.
په وروستیو کې فرانسې رستورانتونه او ځینې نور غیرحیاتي کار و بارونه بند کړي، اخوا په آلمان کې هم د نوامبر له دوېیمې دې ته وَرته محدودیتونه لګول کېږي.
پاى \ ذ

 کابل / د لړم ٩ مه / باختر 
د تخار پولیسو پرون یو سړی په دغه ولایت کې د خپل زوم د وژنې په شک ونیو.
د تخار د امینې قوماندانۍ ویاند عبدالخلیل اسیر باختر آژانس ته وویل چې د تخار له جنايي جرمونو سره د مبارزې پولیسو د تخار د مرکز تالقانو ښار اوسېدونکی عبدالمؤمن چې یوه ورځ مخکې له لفظې شخړې وروسته یې خپل زوم بصیر د تومانچې په ډزو سره وواژه، ونیو.
اسیر زیاته کړه چې پولیسو د پېښې په اړوند د مقتول ښځه هم نیولې ده.
پای/ع

 کابل / د لړم ٩ مه / باختر 
د سمنګانو د والي ویاند محمد صدیق عزیزي تېره شپه د دغه ولایت په مرکز ایبکو ښار کې په یوه ترافیکي پېښه کې ووژل شو.
د سمنګانو د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالمنیر رحیمي باختر آژانس ته وویل چې د سمنګانو د والي ویاند محمد صدیق عزیزي تېره شپه د ١١ بجو په شاوخوا کې چې د واده له مراسمو څخه د کور په لور روان و؛ د ده د سپرلۍ موټر د سمنګانو – مزارشريف لويې لارې په ايبکو ښار پورې اړوند بندر سيمه کې له يوه بار وړونکي موټر سره ټکر وکړ او ووژل شو.
هغه زیاته کړه چې په دې پېښه کې د یاد ولایت د مستوفیت ادارې کارکوونکی محمد نصیر مبارز ټپي شوی دی.
محمد صديق عزيزي د سمنګانو يو سابقه لرونکی خبريال و او په ۸۰ يمه لسيزه کې یې د سمنګانو د ملي راډيو ټلويزيون په آمريت کې دنده پيل کړه او له ۹۰مې لسيزې راپدېخوا د یاد ولايت د والي د وياند په توګه يې دنده ترسره کوله.
پای/ع

 کابل / د لړم ٩ مه / باختر 
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشرتابه د سمنګانو د والي د وياند او د دغه ولايت د سابقه لرونکي خبريال محمد صديق عزیزي پر مړينې خواشيني څرګنده کړه.
د سمنګانو د والي وياند محمد صديق عزيزي تېره شپه د ١١ بجو په شاوخوا کې چې        د واده له مراسمو څخه د کور په لور روان و؛ د ده د سپرلۍ موټر د سمنګانو – مزارشريف لويې لارې په ايبکو ښار پورې اړوند بندر سيمه کې له يوه بار وړونکي موټر سره ټکر وکړ او ووژل شو.
محمد صديق عزيزي د سمنګانو يو سابقه لرونکی خبريال و او په ۸۰ يمه لسيزه کې یې د سمنګانو د ملي راډيو ټلويزيون په آمريت کې دنده پيل کړه او له ۹۰مې لسيزې راپدېخوا د یاد ولايت د والي د وياند په توګه يې دنده ترسره کوله.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت رهبري د عزيزي مړينه يوه ضايعه بولي او ارواښاد ته  د فردوس جنت، پاتې کسانو او هېواد د خبريالانو ټولنې ته د جميل صبر او جزيل اجر هيله کوي.
پاى/ ذ

 کابل / د لړم ٩ مه / باختر 
په بلخ کې پرون مازيګر ۱۴ وسله وال طالبان په هوايي بريدونو کې ووژل شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي باختر آژانس ته وويل:                  په هغو هوايي بريدونو کې چې د بلخ په شولګرې ولسوالۍ پورې اړوند سياه آب او عبدالرحيم زيو کليو کې د وسله والو طالبانو د راټولېدو پر دوو سيمو ترسره وشول، ١٤ وسله وال طالبان ووژل شول.
رضايي زياته کړه: په  يادو بريدونو کې ٢ نور وسله وال طالبان ټپيان شول او د هغوى دوه قرارګاوې، وسلې او ډول ډول موټرونه هم له منحه يوړل شول.
هغه وويل چې دغه  بريدونه هغه وخت ترسره وشول چې وسله والو طالبانو د امنيتي او دفاعي ځواکونو پر سنګرونو او اکمالاتي کتارونو بريدونو ته تيارى نيو.
پاى \ ذ

Page 1 of 9051