17 July 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په قندهار کې داتو تنو طالبانو وژل کيدل

په قندهار کې داتو تنو طالبانو وژل کيدل

دقندهار ښار \باختردچنګاښ دمياشتې٢٥نيټه : اته تنه وسله وال طالبان...

په  زابل کې  د شپږو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

په زابل کې د شپږو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

دقلات ښار \باختردچنګاښ دمياشتې٢٥نيټه : شپږ تنه وسله وال طالبان...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په لغمان کې د سولې د ټينګښت او د غاصبينو او زورواکو پر وړاندې د نظام د دريځ په ملاتړ پراخه ولسي غونډه وشوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل\باختردچنګاښ دمياشتې٢٠نيټه :
په لغمان کې د سولې او امن د ټينګښت لپاره د روانو هلو ځلو، د امنيتي او دفاعي ځواکونو د قربانيو او سرښندنو د قدردانۍ او دغه راز د غاصبينو او زورواکو پر وړاندې د ملي يو والي د حکومت په ځانګړې توګه د جمهوررييس محمد اشرف غني د قاطع دريځ په ملاتړ پراخه ولسي غونډه جوړه شوه چې د لغمان والي محمد اصف ننګ، د ولايت د مرستيال الحاج شهزاده مظلوم او د ولايت د ملکي ادارو د يو شمېر مسولينو تر څنګ په کې د مرکز په ګډون د پنځه ګونو ولسواليو ديني عالمانو، قومي او جهادي مشرانو، مېرمنو، ځوانانو، مدني فعالانو او ژورنالېستانو ګډون درلود.
په پيل کې لغمان والي محمد اصف ننګ په جده او مکه مکرمه کې د افغانستان د سولې په تړاو د ۳۹ اسلامي هېوادونو د ديني عالمانو د غونډو په اهميت او ارزښت د خبرو ترڅنګ وويل: سوله زموږ هيله ده او غوښتونکي يو.
ښاغلي ننګ زياته کړه، چې د ټولنې فرد  فرد ته  په کار ده څو د سولې د ټينګښت   لپاره تر خپلې وسې هلې ځلې وکړې او هغه کسان چې د مخالفينو په ليکوکې روان دي هغوی دې  له  دغو ليکو څخه  را جلا کړي.    
دلغمان والي په خپلو خبرو کې د سولې په تړاو د روانو هلو ځلو او دغه راز د غاصبينو او زورواکو پر وړاندې د هېواد د جمهوررئيس له غوڅ دريځ څخه ستاينه او ملاتړ وکړ. 
په دې  غونډه کې د ولايت مرستيال الحاج شهزاده مظلوم يار بيا د خپلو خبرو پر مهال د امنيتي او دفاعي ځواکونو سره د ولس پر همکارۍ د ټينګار تر څنګ سولې ته د ولسونو پر اړتيا هر اړخيزې خبرې وکړې او دغه راز د هېواد دننه او بهر يې د سولې د ټينګښت لپاره د روانو هلو ځلو ملاتړ او ستاينه وکړه.
ښاغلي مظلوم يار په افغانستان کې د پايداره سولې او ثبات لپاره د هېواد د جمهور رييس سياسي، اقتصادي او ټولنيزې ملي برنامې د سيمې او نړۍ په کچه مهمې او اغېزمنې په ګوته کړې او په ولسونو يې غږ وکړ چې د خپل نظام او جمهور  رييس  ملا ور  وتړي.   
ورپسې ديني عالم مولوي شريف الله نظري، د قومي مشرانو په استازيتوب حاجي تورجان او ډاکتر عبدالخالق او د ځوانانو په استازيتوب زاهد الله موسی زي هم د غاصبينو او زورواکو پر وړاندې د ملي يووالي حکومت په ځانګړې توګه د هېواد د جمهور رئيس محمد اشرف غني د غوڅ دريځ، د سولې لپاره په کور دننه او بېرون د روانو هلو ځلو او دغه راز د ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ خپل غږ پورته کړ او د هېواد له جمهوررييس څخه يې وغوښتل تر څو په ټول افغانستان کې د غاصبينو، زورواکو او هغو ظالمانو پر وړاندې همداسې غوڅ  دريځ خپل کړي، لکه څنګه يې چې تر اوسه پورې يې د يو شمېر کسانو پر وړاندې خپل کړی دی.
پاى \ ذکرالله \

 

Last modified on Wednesday, 11 July 2018 13:15

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.