16 November 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په ننګرهارکې د پوځيانو د نويو بريدونو له امله درې ويشت تنه داعشيان ووژل شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دچنګاښ  ٢١
د داعش د ډلې ٢٣ تنه غړي د هېواد په ختيځ کې د ځانګړو ځواکونو په نويو بريدونوکې ووژل شول .
په دغو داعشيانو تېره شپه د ننګرهار ولايت په ځينو سيمو کې  هوايي اوځمکني بريدونه شوي دي .
د هېواد په ختيځ کې د ٢٠١سيلاب قول اردو يوه قوماندان باختر آژانس ته خبر ورکړ چې په نويو بريدونوکې٢٣ تنه داعشيان ووژل شول .
ده وويل: په دغو داعشيانو د ننګرهار ولايت دبتي کوټ ، هسکې مينې، دربابا او پچيراګام  د ولسواليو په مربوطاتو کې د دوى په سنګرونو کې  بريدونه شوي دي.
د را رسيدلو خبرونو له مخې: په دغو هوايي او ځمکنيو بريدونوکې د داعشيانو څومرکزونه او پټنځي له ټولو جنګي وسايلو سره يې دړې وړې شوي دي .
په  يوبل خبرکې ويل شوي دي چې پوځيانو په ننګرهار کې د طالبانو ديولړ چاودنو طرحه ناکامه کړه .امنيتي مامورينو  نن سهار د ننګرهار ولايت له ګن ميشتو لارو څخه پنځه ماينونه کشف او شنډ کړل .

د دغو ماينونو  د ښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيان په ننګرهار ولايت کې د ډار اچوونکو د جنګي وسايلو د يوې ډيپو په کشفولو بريالي شوي دي. له دغې ډيپو څخه چې  د جلال آباد ښار ته څېرمه د ډار اچوونکو په پټنځي کې ساتل کيده، يوه اندازه  سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي .
  ختم_عطاالله_ اکرم
 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.