17 July 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په قندهار کې داتو تنو طالبانو وژل کيدل

په قندهار کې داتو تنو طالبانو وژل کيدل

دقندهار ښار \باختردچنګاښ دمياشتې٢٥نيټه : اته تنه وسله وال طالبان...

په  زابل کې  د شپږو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

په زابل کې د شپږو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

دقلات ښار \باختردچنګاښ دمياشتې٢٥نيټه : شپږ تنه وسله وال طالبان...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په هلمندکې دطالبانو په سنګرونو د هېواد دهوايي اوځمکنيو ځواکونومرګاني بريدونه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کابل باختر دچنګاښ ٢١
١٦ تنه وسله وال طالبان په هلمند ولايت کې د هېواد د هوايي او ځمکنيوځواکونو د يولړ بريدونو په  بهير کې  ووژل شول.
په دغو طالبانو تېره شپه په داسې حال کې چې د يولړ ډار اچوونکو بريدونو په  پلان جوړولو بوخت وو، د ګرشک ولسوالۍ اود لښکرګاه ښارته څيرمه  بريدونه  وشول.
دهېوادپه جنوب کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې  د هېواد دهوايي ځواکونوپه دغو بريدونوکې ١٦تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ده وويل چې په دغوبريدونوکې دطالبانو څو مرکزونه دړې وړې شوي دي .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيان په  هلمند ولايت  کې د وسله والو طالبانو د جنګي وسايلو د يوه ډيپو په کشفولو بريالي شوي دي . له دغې ډيپو څخه چې د ګرشک په ولسوالۍ کې  د طالبانو په پټنځي کې کشف شوې ده، يوه اندازه سپکې او درندې جنګي وسايل  ترلاسه شوي دي .
په  يوبل خبرکې ويل شوي دي چې پوځيانو په هلمند کې د طالبانو ديولړ چاودنو طرحه ناکامه کړه .
امنيتي مامورينو نن سهار د هلمند ولايت دلښکرګاه ښار ته څېرمه او له  سنګين ولسوالۍ څخه ٣ ماينونه کشف او شنډ کړل .
د را رسيدلو خبرونو له مخې، دغه ماينونه د طالبانو له خوا په ګڼ ميشتو لارو کې ځاى پرځاى کړى شوي و .
  ختم_ ف -اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.