17 July 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په قندهار کې داتو تنو طالبانو وژل کيدل

په قندهار کې داتو تنو طالبانو وژل کيدل

دقندهار ښار \باختردچنګاښ دمياشتې٢٥نيټه : اته تنه وسله وال طالبان...

په  زابل کې  د شپږو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

په زابل کې د شپږو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

دقلات ښار \باختردچنګاښ دمياشتې٢٥نيټه : شپږ تنه وسله وال طالبان...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

لس تنه ډار اچوونکي په روزګان کې ووژل شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د چنګاښ  ٢١
لس تنه ډار اچوونکي په روزګان ولايت کې د کوماندو د ځواکونو په نويو  بريدونو کې ووژل شول  .
په دغو وسله والو طالبانو نن سهار ددغه ولايت مرکز ترينکوټ ښار دلويې لارې په ګډون د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې بريدونه وشول.
دهېواد په جنو ب کې دملي اردو د اتل قول اردو يو قوماندان باخترآژانس ته وويل  چې په دغو بريدونوکې لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل  دغه طالبان دروزګان ولايت په بېلابېلو سيمو کې په داسې حال کې چې د يولړ ډار اچوونکو بريدونو په  پلان جوړولو بوخت وو، بريدونه  وشول.
  ويل کيږي په دغو بريدونوکې سرتيرو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
په تيرو نږدې لسوورځو کې په روزګان کې دکوماندو دځواکونو په بريدونوکې کابو  سل تنه ډار اچوونکي وژل شوي دي
.ختم_ عطاالله _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.