13 December 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د کندز ولايت د اړوندو ولسواليو او ددغه ولايت دمرکز د کلسترکولو پروګرام پيل شو

کابل \باختردليندۍ دمياشتې٢١نيټه د کندز ولايت د مرکز او...

سل انځور شوي آثار نندارې ته وړاندې شول

کابل \باختردليندۍ دمياشتې٢١نيټه د افغانستان د دوو تنو انځورګرانو...

د افغانانو د سولې طرحه د هند له سفير سره د بهرنيو چارو وزارت د سياسي معين د کتنې محور

کابل \باختردليندۍ دمياشتې٢١نيټه د افغانستان د اسلامي جمهوريت د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په کونړ کې دددوتنوقوماندانووژل کيدل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/د تلې د مياشتې ٢
دکونړولایت په مربوطاتوکی دهوایی بریدونوپه ترڅ کی دوسله والوطالبانو(۲) تنه قوماندانان وژل شوی او دهغوی دنظامی کمیسیون رئیس ټپی شوی دی.
همدارنګه دننګرهارولایت په مربوطاتوکی (۳) تنه وسله والوطالبانوته دخپل ماین په چاودنه کی مرګ ژوبله اوښتې ده.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ.
تیره شپه دهوایی قواوو بی پیلوټه الوتکی دکونړ ولایت دنرنګ ولسوالی په باډیل اودپیج دری دشوړیک په سیموکی دوسله والوطالبانوپه پټنځایونوباندی هوایی  بریدونه ترسره کړی چی په ترڅ کی یی دوسله والوطالبانو(۲) تنه قوماندانان هریو( انعام مشهورپه ایوبی اومیراحمدجان مشهورپه همکار) وژل شوی او دهغوی دنظامی کمیسیون رئیس (عبدالقهارمشهورپه عزت) ټپی شوی دی.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي تیره ورځ وسله والوطالبانودننګرهارولایت غنی خیلوولسوالی  (۲۸) می ویالی په سیمه کی غوښتل چی یو ماین په سراچه ډوله موټرکی انتقال او دجلال آبا تورخم په لویه لاره کی یی دورانکاروفعالیتونوپه موخه ځای پرځای کړی چی له نیکه مرغه دغه ماین پری دانتقال پرمهال وچاوديد چی په ترڅ کی یی داحمدشاه په نوم دوسله والوطالبانو(۱) تن قوماندان وژل شوی (۲) تنه نورجګړه ماران یی ټپیان شوی او سراچه موټریی ویجاړشوی دی.
دغه راز تیره ورځ وسله والومخالفینودورانکارو فعالیتونوترسره کولواوبیګناه خلکو شهیدانولوپه موخه دلغمان ولایت دولت شاه ولسوالی داشرباغ په سیمه  کی (۱)ماین ځای پرځای کړی  وو چی له نیکه مرغه مخکی له چاودنی د۲۰۱ سیلاب قول اردودلمړۍ پلی لوا دماین پاکۍ ټیم له خوا کشف  اوشنډ شول .پاى –سعيده

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.