23 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

صمیم: مشاعرې د افکارو شریکولو لپاره ښه وسیله ده

ګردیز/ د تلې لومړۍ / باختر مشاعرې د ځوانو شاعرانو اوليکوالانو...

يو انس سره زر په ١٥١٥ډالرو پلورل کېږي

کابل/ د تلې١مه/ باختر په نړيوالو بازارونوکې نن يو انس سره...

په جوزجان کې وسله والو طالبانو ته دسرزيانونه اوښتي دي .

کابل /دتلې لومړى /باختر : درې وسله وال طالبان تېره شپه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

تر ټولو ستر لومړیتوب، جګړې ته پای ورکول دي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / باختر/ د زمري ۲۷ مه
د باختر آژانس سیاسي مفسر لیکي:
د کابل په شپږمه ناحیه  کې بېګا شپه د واده په مراسمو کې زورورې چاودنې ډېره مرګ ژوبله واړوله او ګڼې کورنۍ یې د ویر او ماتم پر ټغر کېنولې.
دغه خونړی ترهګریز برید په داسې وخت کې تر سره کېږي، چې له یوې خوا افغانان د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کالیزې جشن نمانځي او له بلې خوا له طالبانو سره د سولې د خبرو وروستیو مثبتو پایلو ته هیلې ډېرې شوې دي.
که څه هم دغه راز ترهګریز بریدونه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې وخت ناوخت تر سره کېږي، خو که موږ دا پورته یاد شوي مناسبتونه په پام کې ونیسو، نو ښایي د برید د عاملینو موخه به دا وي، چې هم د خپلواکۍ جشن ګډوډ کړي او که د ګډوډولو وس او توان یې نه لري، لږ تر لږه د خلکو په زړونو کې ویره او ډار راوټوکوي او هم د سولې د خبرو په اړه خلک شکمن او بې باوره کړي.
بشپړ باور دی، چې دغه ډول بریدونه نه د خپلواکۍ جشن ګډوډولای شي  او نه هم د سولې د روانو خبرو مخه نیولای شي او نه هم په اوسني سیاسي او پوځي حالت کوم ستراتېژیک بدلون رامنځ ته کولای شي.
له دغه اړخه هېڅ راز اندېښنه نشته. د اندېښنې وړ ټکي دا دي: لومړی دا چې اوس جګړې ډېره کرغېړنه بڼه غوره کړې ده. وایي جګړه خپل قوانین لري او په کې ښکیل لوري مکلف دي  چې دا قوانین رعایت کړي.
له بده مرغه دلته جګړه اوس نه کوم قانون لري او نه کوم لحاظ او خاطر. دلته  جګړه د بې رحمۍ او قساوت تر ټولو خطرناک برید ته رسېدلې ده. دلته اوس داسې ښکاري چې جګړه پرته له افغان وژنې بله موخه نه لري، نه سیاسي موخه او نه پوځي موخه. په هربرید کې ګڼ ملکیان وژل کېږي، کوچنیان او ښځې وژل کېږي.
دویمه د اندېښنې وړخبره دا ده چې اوس زموږ د ودونو او ان جنازو مراسم هم خوندي نه دي، زموږ د خوښۍ، ویر او ماتم  مراسم هم خوندي نه دي. متل دی چې وایي ( یتیم په ژړا پوخ دی)، زموږ خلک دا دی څلور لسیزې د جګړې د اور په لمبو کې سوځي، هره ورځ قربانی ورکوي او هره ورځ د خپلو عزیزانو جنازې خاورو ته سپاري.
ستره اندېښنه دا ده چې اوس زموږ ملي او دیني ارزښتونه تر برید لاندې دي. اوس زموږ د خوښۍ او ماتم مراسم تر بریدونو لاندې دي او که دا لړۍ همداسې دوام ومومي، نو بیا د یو ملت په توګه د افغانانو موجودیت له ګواښ سره مخ کېدای شي.
له دې امله دغې خونړۍ جګړې ته پای ورکول باید تر ټولو ستر لومړیتوب او د هر افغان ستر ملي مسوولیت او مکلفیت وګڼل شي.
په جګړه کې ټولې ښکیلې خواوې باید خپل دغه ستر ملي، دیني او اخلاقی مسوولیت او مکلفیت ته ځیر شي اوسولې  ته د رسېدو لاره  رالنډه او اسانه کړي. یو لوری هم له دغه ستر مسوولیته تښتېدلای نه شي. دا مسوولیت ټولو ته ځیر دی. طالبانو له پروني بریده وروسته اعلامیه خپره کړه او برید یې وغانده. هېڅ کومې ډلې لا تر اوسه د دغه برید مسوولیت منلی نه دی. دا ټکی هم د پام وړ دی. شک نشته چې په هېواد کې ګڼې ترهګرې ډلې فعالې دي، خو د حکومت  پر وړاندې د طالبانو روانې جګړې داسې حالت رامنځ ته کړی دی چې هره ترهګره ډله ترې د خپلو کرغېړنو موخه لپاره ګټه اخیستلای شي. باید دغه حالت ته د پای ټکی کېښودل شي او جګړې ته د پای ټکي د اېښودلو لاره بري ته د سولې د خبرو رسول دي.
ن. ش.  

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.