23 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

صمیم: مشاعرې د افکارو شریکولو لپاره ښه وسیله ده

ګردیز/ د تلې لومړۍ / باختر مشاعرې د ځوانو شاعرانو اوليکوالانو...

يو انس سره زر په ١٥١٥ډالرو پلورل کېږي

کابل/ د تلې١مه/ باختر په نړيوالو بازارونوکې نن يو انس سره...

په جوزجان کې وسله والو طالبانو ته دسرزيانونه اوښتي دي .

کابل /دتلې لومړى /باختر : درې وسله وال طالبان تېره شپه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

ډار اچوونکو د يوه ګنډونکي د واده پر مراسمو بريد وکړ

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \باختر\ د زمري ٢٧مه
په کابل ښار کې د واده په يوه سالون کې د ځانمرګي بريد په پايله کې  ٦٣ تنه شهيدان او يو سلو اتيا تنه نور ټپيان شول.
د باختراژانس د خبرله مخې، پېښه د تېرې شپې په لسو بجو او دېرشو دقيقو د کابل ښارد شپږمې ناحيې د چهاردهي په چارقلعه کې د شهر دوبۍ هوټل د واده په سالون کې رامنځته شوه.
پوليس وايي چې پېښه د يوه ځانمرګي بريد زيږنده وه، ځانمرګي بريدګرځان د بلل شويو کسانو ترمنځ وچاوه.
په سالون کې د ميرويس په نامه د کابل د يوه اوسيدونکي د واده مراسم روان و.
  ميرويس يوعادي ګنډونکى دى هغه په دې نه پوهېږي چې ډار اچوونکو په څه نامه او په کومې انګيزې  سره د هغه د واده پر مراسمو چې يوغريبکار او له سياست لرې شخص دى بريد کړى دى.
د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي وايي چې په پيښه کې ٦٣ تنه شهيدان او ١٨٠ نور ټپيان شوي دي .
شپږ ورونه د دې پيښې په وژل شويو کسانو کې شامل دي چې جنازې يې نن په ډله ييزه توګه خاورو ته وسپارل شوې.
دغه راز په پېښه کې د يوې بلې کورنۍ اووه غړي وژل شوي دي.
د پېښې شاهدان وايي چې ځانمرګي بريدګر ځان د نارينه وو په سالون کې ټيک هغه وخت وچاوه چې د ميرويس د نکاح تړلو مراسم پاى ته رسيدلي و او هغه د خپلو ميلمنو په لور د نارينه وو سالون ته ستنېده.
د مراسمو هنرمندان او د سالون يوشمېر ګارسونان هم په وژل شويو کسانو کې شامل دي.
دغې پيښې د خلکو غبرګون راپارولى دى .  د پېښې يوشمېر شاهدان وايي چې دغه پېښه ټيک په داسې وخت کې رامنځته کېږي چې د هېواد د خپلواکى د بېرته ترلاسه کولو د سلمې کاليزې د نمانځنې لپاره په کابل کې امنيتي تدبيرونه لاپسې جدي کېږي، د پېښې ځاى د دارالامان له ماڼۍ  سره دومره واټن نه لري.
دغه مانۍ او د هغې شاوخوا سيمې د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کاليزې د جشن لپاره په ځانګړو تدبيرونو کې دي.
يو شمېر کابل ښاريان وايي چې د کابل په ډير امن ځاى کې دغه شان يو ناتار رامنځته کېږي نومسوول يې څوک دئ؟
د افغانستان د اسلامي جمهوريت  جمهور رييس محمد اشرف غني، اجراييه رييس ډاکترعبدالله عبدالله او د هېواد پخواني جمهور رييس حامد کرزي پېښه وغندله چې په همدې ترتيب د اروپا اتحاديې، د امريکا سفارت او په کابل کې د بهرنيو هېوادونو يو شمېر سفيرانو د تېرې شپې پېښه وغندله او د دغې انساني ضد پېښې دعاملانو په مجازاتو يې ټينګاروکړ .
د بخښنې نړيوال سازمان دغه پېښه د بشريت پرضد جنايت وباله او ټينګار يې کړى دى چې د پېښې عاملان بايد د خپلو عملونو سزا وويني.
تراوسه پورې هيڅ ډلې د پېښې مسووليت نه دى منلى.
طالبانو د پېښې له رامنځته کېدو څخه وروسته په لومړيو شيبو کې هغه وغندله او دغه بريد يې وحشيانه وباله او ويلي يي دي چې په ملکي وګړو بريد توجيه کيداى نه شي.
له لسو ورځو څخه په لنډه موده کې دا په کابل کې دوېيمه تروريستي پېښه ده، کابو لس ورځې مخکې په کابل کې د پوليسو د شپږمې حوزې قرارګاه ته څېرمه په يوه موټر کې د ځاى پرځاى شوي بم په چاودنه کې کابو يوسلو شپيتو تنو ته مرګ ژوبله واوښته او د دغې پيښې د قربانيانو غوڅ اکثريت ملکي وګړي وو.
طالبانو چې د تېرې شپې پېښه يې وحشيانه بللې خو د شپږمې حوزې د چاودنې مسووليت يې په غاړه اخېستى و.
  ختم_ عطاالله _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.