30 May 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهورريیس غني د روسیې د نوي سفیر باورلیک ومانه

جمهورريیس غني د روسیې د نوي سفیر باورلیک ومانه

کابل / د غبرګولي١٠مه / باختر د افغانستان د اسلامي...

دولس تنه په جنايي جرمونو کې د لاس لرلو په تړاو ونيول شول

دولس تنه په جنايي جرمونو کې د لاس لرلو په تړاو ونيول شول

کابل / د غبرګولي١٠مه / باختر د کابل د امنيې...

په ايبکو ښار کې قرنطين تمديد شو

په ايبکو ښار کې قرنطين تمديد شو

کابل / د غبرګولي١٠مه / باختر د سمنګانو په مرکز...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

پوځيانو په بغلان کې د تاوتريخوالي د کمښت هرکلى وکړ

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د کب٨ مه/ باختر
د بغلان يوشمېر پوځيانو  په هېواد کې د تاوتريخوالي د کمښت د اعلام هرکلى وکړ.
دوى په هېواد کې روانه جګړه چې د دغه هېواد له خلکو او بنسټيزو تاسيساتو څخه قرباني اخلي؛ يوه بې مفهومه او نيابتي جګړه وبلله او له جګړې او نا امنيو سره يې د کرکې په څرګندولو سره په هېواد کې د جګړې د بندولو او دوامدارې سولې د ټينګښت غوښتنه وکړه .
دغه پوځيان ادعا کوي چې د دوى دغه غوښتنه د هغوى کمزورتيا نه، بلکې د هېواد او هېوادوالو په نسبت د دوى پاکې ولولې دي. ځکه له هر اړخه چې وژل کېږي؛ ديوې مور زړه داغداره کېږي؛ يوه ښځه کونډه کېږي او ماشومان يتيمان کېږي.
په کيله ګي د امن او عامه نظم د درېيمې لوا قوماندان دګرمن محمد نبي (نبي زاده شهريار) د باختر آژانس له خبريال غلام علي علمي سره په مرکه کې وويل: موږ هره شېبه د ځمکنى بشپړتيا او د ملي نواميسو د دفاع په خاطر قرباني ته چمتو يوو او د ملي ارزښتونو دفاع خپله ملي وجيبه بولو.
د امن او عامه نظم د درېيمې لوا قوماندان د تاوتريخوالي د کمښت په خاطر په خوښي سره وويل: له نېکه مرغه د تاوتريخوالي د کمښت اوونۍ له اعلام وروسته موږ په بغلان کې د کومې امنيتي پېښې شاهدان نه يوو.
د يادونې وړ ده چې سوله  يوازې د پوځيانو هيله نه، بلکې د دغه هېواد د ټولو خلکو مهمه او اساسي غوښتنه ده.
مخکې له دې هم د ټولنې بېلابېل قشرونه د اوربند او د دايمي سولې پر ټينګښت ټينګار کړى دى .
ختم- ج - اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.