30 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په ننګرهار کې د داعش په برېدونوکې ويجاړ شوي کورونه بيا رغول کېږي

Written by  Waleed
Rate this item
(0 votes)

کابل/ دتلي ٤مه /باختر :
په ننګرهار کې د هغو کورونو د بيا رغاونې لپاره هلې ځلې پيل  شوي دي چې د داعش ډلې په برېدونوکې ويجاړ شوي دي.
حکومت غواړي د کورنيو او نړيوالو مرستندويو بنسټونو په همکارۍ دغه کورونه  بيا ورغوي.
په يو نوى اقدام کې يومرستندوي بنسټ په کوټ ولسوالۍ کې د ١٣٧ کورونو  خاوندانوته  چې د دوى کورونه د داعشيانوپه برېدونوکې  ويجاړ شوي دي  له درې سوه ډالرو څخه تر يو زرو دوه سوه ډالرو پورې نغدي مرسته وکړه .
د ننګرهار د کوټ ولسوال نجيب الله رحماني باختراژانس ته وويل  چې د نغدو پيسو د ويشلو ترڅنګ په کم لګښت سره د بيا رغاونې لارې چارې د دغو کورونو خاوندانو ته  ښودل کېږي.
تراوسه پورې په سلګونو کورنيوپه ننګرهار کې  د خپلوکورونو د بيا رغولولپاره مرستې ترلاسه کړي دي .
شيرعلي دهغوکسانو له جملې څخه دى چې  په کوټ ولسوالۍ کې  د داعشيانو په بريد کې خپل  ځوان زوى او کور له لاسه ورکړى دى.
شيرعلي وايي  چې په دغو زرو ډالرو کولاى شي چې د ورځنى ژوند لپاره دوه  خونې جوړې کړي.
د ننګرهارد کاراوټولنيزو چارو رياست  دغه پروګرام پرمخ وړي. د دغه رياست مسولين وايي چې دغه راز د هغو سلګونو کورونو د بيارغاونې لپاره د مرستندويو بنسټونود مرستې د ترلاسه کولو په لټه کې دي  چې په ننګرهار کې د داعشيانو په برېدونوکې ويجاړ شوي دي.
  ختم_ ج _اکرم

Last modified on Friday, 25 September 2020 09:41

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.