30 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

پوځیانو په قندهار کې د څو چاودنو مخه ونیوله

Written by  Waleed
Rate this item
(0 votes)

کابل / د تلې ۵ مه / باختر
پوځیانو نن سهار په قندهار کې د ٣٣ ماینونو په کشف سره، د یولړ چاودنو مخه ونیوله.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې طالبانو غوښتل د دغو ماینونو په ښخولو سره پر ملکیانو بريدونه ترسره او د خلکو ترمنځ ویره او ډار رامنځته کړي، خو بریالي نه شول.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
په وروستیو کې وسله وال طالبان په ګڼ مېشتو لارو کې له پخوا زیات ماينونه ښخوي چې زیاتره ملکیان قرباني کېږي.
پاى/سعیده

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.