30 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په پکتيکا کې د يرغلګرو د ځپلو لپاره عمليات پيل شول

Written by  Waleed
Rate this item
(0 votes)

کابل / د تلې ۵ مه / باختر
د پکتيکا د وازې خواه ولسوالۍ پر ځينو سيمو د وسله والو طالبانو له پراخو بريدونو وروسته پوځيان په دې ولسوالۍ کې د عملياتو د پيل خبر ورکړ.
د وازې خواه ولسوالۍ پر بازار د وسله والو طالبانو په بريد کې چې د پنجشنبې په شپه ترسره شو، په پايله کې ٦٥ وسله وال طالبان ووژل شول او لسګونه نوريې ټپيان شول.
پوځيان وايي: د وسله والو طالبانو له بريدونو او هغوى ته د سر د زيانونو له اړولو وروسته يې د وازې خواه ولسوالۍ په ګوټ ګوټ کې د يرغلګرو د ځپلو لپاره عمليات پيل کړي دي.
دغه عمليات له تېرې شپې راپدېخوا پيل شوي دي او د وازې خواه ولسوالۍ په ځينو سيموکې د وسله والو طالبانو او پوځيانو ترمنځ جګړه لا هم روانه ده.
د هېواد په ختيځ کې د سېلاب قول اردو يو جګپوړي مقام باختر آژانس ته وويل چې په دغو عملياتو کې  ١٠ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
هغه ويلي دي چې پوځيان کور په کور او کلي په کلي د وسله والو مخالفينو په لټه کې دي.
عيني شاهدان وايي، فکر نه کوي چې نور يرغلګر د وازې خواه ولسوالۍ د بازار په شاوخوا سيمو کې پاتي وي.
ختم- ج -اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.