30 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د ميدان ښار- نرخ لويه لاره د طالبانو له شتون څخه پاکه شوه

Written by  Waleed
Rate this item
(0 votes)

کابل / د تلې ۵ مه / باختر
پوځيان هلې ځلې کوي چې د پوستو په جوړولو او د ځواکونو په ځاى پرځاى کولو سره د ميدان ښار – نرخ لويې لارې ته د وسله والو طالبانو د راستنېدو مخه ونيسي.
دغه لويه لاره په وروستيو کې له پوځي عملياتو وروسته د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکه شوې ده.
د وسله والو طالبانو له شتون څخه د ميدان ښار- نرخ لويې لارې له پاکېدو وروسته، پوځيانو په دغه تګلوري کې د پوځي پوستو د جوړولو بهير پيل کړى دى.
د ځانګړو عملياتو قول اردو د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ليکلي دي چې په ميدان ښار – نرخ لويه لاره کې په څو پوستو کې سلګونه پوځيان ځاى پرځاى شوي دي چې خلک وکولاى شي په اسانۍ سره په دغه تګلوري کې تګ راتګ وکړي.
پوځيان وايي: له دې وروسته مسافران او تجارتي کاروانونه له امنيتي ستونزو پرته کولاى شي په دې لويه لاره کې تګ راتګ وکړي.
د وسله والو طالبانو له شتون څخه د ميدان ښار – نرخ لويې لارې د پاکولو په عملياتو کې وسله والو طالبانو ته د سر دروند زيان اوښتى دى.
ختم- ج -اکرم

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.