26 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د تخار د بنګي ولسوالۍ نا امنې ساحې د طالبانو له شتون څخه پاکې شوې

Written by  Waleed
Rate this item
(0 votes)

کابل / د تلې ۵ مه / باختر
امنیتي او دفاعي ځواکونو پرون مازیګر د تخار د بنګي ولسوالۍ نا امنې ساحې د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکې کړې.
د تخار د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالخلیل اسیر د باختر آژانس خبریال ته وویل چې امنیتي او دفاعي ځواکونو په يولړ عملياتو کې د دغه ولايت د بنګي ولسوالۍ هغه نا امنې ساحې چې د وسله والو طالبانو تر ګواښ لاندې وې؛ د دغې ډلې له شتون څخه پاکې کړې.
هغه زیاته کړه چې دغه عملیات له هغه وروسته ترسره شول چې طالبانو دوه ورځې وړاندې د بنګي ولسوالۍ په کلیو کې ځای پرځاى شوي وو.
پاى/ سعیده

 

Last modified on Saturday, 26 September 2020 08:53

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.