22 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

څوارلس وسله وال طالبان په بادغيس کې ووژل شول

څوارلس وسله وال طالبان په بادغيس کې ووژل شول

کابل/ د وږي ۳۱ مه / باختر د بادغيس سيمه ييز...

د زارع لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال ووژل شو

د زارع لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال ووژل شو

کابل/ د وږي ۳۱ مه / باختر د بلخ ولایت د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

کابل/ د وږي ۳۱ مه / باختر
په بدخشان کې د اوبو لګولو د کانال او د اوبو د زيرمې د جوړولو کار بشپړ شو او د څه ناڅه ١٨٠ جريبه ځمکې د خړوبولو زمينه برابره شوه.
د اوبو دغه کانال او زېرمه د تشکان ولسوالۍ په غلاوک او دره قاق کليو کې جوړه شوې ده.
د کليو د بيا رغاونې او پرمختيا وزارت وياند فريدون آژند د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د اوبو دغه زېرمه او د اوبو لګولو دغه کانال د کليو د بيا رغاونې او پرمختيا وزارت د ولسي تړون د ملي پروګرام له لارې د څه دپاسه ۳ میليونو ۵۰۰ زرو افغانيو په لګښت جوړ شوي دي.
هغه وويل چې د دغو پروژو د کار په بشپړېدو سره د څه دپاسه ۱۵۰ کورنيو د ځمکو د خړوبولو ستونزه لرې شوې ده.
ختم - ج - اکرم

 

کابل/ د وږي ۳۱ مه / باختر
په لوړو زده کړو وزارت کې پرون د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د ګوتې نښان اخیستو (بايومتريک) بهير پيل شو.
د باختر آژانس د خبرله مخې:
د دغه بهير د ترسره کولو موخه د ملکي خدمتونو د کارکوونکو تشخيص، تفکیک او د هغوی په اړوند د معلوماتو ثبت او د خيالي کارکوونکو مخنيوى دى.
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د ګوتې نښان اخیستو سيستم تطبيق د هېواد په دولتي اداروکې د بشري منابعو د مديريت او شفافيت او د الکترونيکي حکومتوالۍ په برخه کې د دولت يو مهم ګام وباله.
ختم- سعيده - اکرم

کابل/ د وږي ۳۱ مه / باختر
د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ۱۸ میلیونو افغانیو په لګښت د شملان کانال چارې بشپړې شوې.
ځايي چارواکي وايي چې دغه پروژه د نړیوال بانک په مالي ملاتړ رغول شوې چې څه د پاسه ۶۶ زره کورنۍ به ترې ګټه واخلي.
د هلمند د والي مرستیال مجاهدالله صفاري له باختر آژانس سره په خبروکې دغه پروژه ارزښتناکه وبلله او زیاته يې کړه چې د شملان کانال د سربند پروژې په رغېدو سره به ګڼو کروندو ته اوبه ورسېږې او په دې سره به د اوبو د بېځایه مصرف مخه هم ونیول شي.
هغه زیاته کړه چې له دغه کانال څخه ۱۴ زره ۳۸۸ هکتاره ځمکه خړوبېدله، خو په رغېدو سره یې اوسمهال له دغه کانال څخه ۱۷ زره هکتاره ځمکه خړوبېدلای شي.
پای/وصال

 

کابل / د وږي ۳۰ مه / باختر
له ۱۹۸۱ زېږدیزه راهیسې، چې ملګرو ملتونو په یوه خوله د سپټمبر ۲۱مه د سولې نړیواله ورځ ونوموله، دا ورځ هر کال په ټوله نړۍ  کې نمانځل کېږي.
د باختر آژآنس سیاسي مفسر لیکي:
د سولې نړیوالې ورځې د نمانځنې اصلي موخه د سولې فرهنګ رامنځ ته کول، رواجول او پیاوړي کول دي. ملګرو ملتونو د نړۍ د ودې او پرمختګ لپاره په بېلابېلو اقتصادي، ټولنیزو، کلتوري، اقلیمي، چاپېریال ساتنې او نورو برخو کې سترې موخې ټاکلې دي، خو دغو سترو موخو ته رسېدل تر هرڅه وړاندې د نړۍ په ټولو هېوادونو او سیمو کې ډاډمنې سولې ته اړتیا لري. له بده مرغه نن نړیواله سوله د بل هر وخت په پرتله له سترو ګواښونو سره مخ ده. که څه هم ملګرو ملتونو د سولې سږنۍ نړیواله ورځ اقلیمي بدلونونو او په دې اړه د هېوادونو اقداماتو ته ځانګړې کړې ده، خو دا یوازې اقلیمي بدلونونه نه دي چې نړیواله سوله ګواښي. تر ټولو ستر ګواښ د نړیوالو زبرځواکونو ترمنځ بې باوري او د وسلو د تولید په برخه کې یوځل بیا  د سیالیو پیل دی. ګڼ کارپوهان باور لري چې د زبرځواکونو ترمنځ سړه جګړه بیا پيل شوېده. د اوسنۍ پرمختللې تکنالوژۍ په شتون کې د نوې سړې جګړې ګواښ ډېرې ناوړې پایلې رامنځ ته کولای شي.
دویم ستر ګواښ، سیمه ییزې جګړې او لانجې دي. که څه هم له ۱۹۴۵ زېږدیزه راهیسې یانې د دویمې نړیوالې جګړې له پای ته رسېدو راوروسته بله نړیواله جګړه نه ده پېښه شوې، خو سیمه ییزو جګړو ډېر زور اخیستی  دی. د افریقا لویه وچه د ګڼو جګړو ډګرو، منځنی ختیځ هم د خونړیو جګړو ډګرپاتی شوی دی. افغانستان له څلوېښتو کلونو راهیسې د جګړې د اور په لمبو کې سوځي. جنوبي آسیا د هند او پاکستان تر منځ د پوځي کړکېچ تر سیوري لاندې ده.  په لرې ختیځ کې د دواړو کوریاوو تر منځ کړکېچ تل د اندېښنې وړدی، د اروپا په زړه کې د اوکراین بحران لا  نه دی حل شوی.
درېم ګواښ اقتصادي وروسته پاتي والی، لوږه او بېوزلي ده. له بده مرغه کله چې د سولې په  اړه خبرې کېږي نو ټول لومړی جګړه ییزو شخړو ته پام اړوي، په داسې حال کې چې اقتصادي ستونزې، بېوزلي، لوږه، وچکالي او نورې اقلیمي ناخوالې، ډول ډول ساري ناروغۍ، قومي، ژبني، دیني اومذهبي جنجالونه او نور هم سوله او امنیت ګواښوي.
لکه په پيل کې چې وویل شول د سولې د نړیوالې ورځې د نمانځنې اصلي موخه د سولې فرهنګ رواجول او پیاوړي کول دي. نن افغانان تربل هرچا همدغه د سولې فرهنګ ته ډېره  اړتیا لري. د تپل شویو خونړیو جګړو یوه ناوړه پایله دا ده چې دلته جګړه ییزتفکر ریښې غځولې دي.موږ باید د جګړه ییز تفکر ریښې راوباسو او پر ځای یې سوله ییز تفکر ترویج کړو. هر رښتینی افغان باید په دغه ستر ملي کار کې ونډه واخلي، هر څه چې په وس او توان کې لري د سولې لپاره یې وکاروي. ن. ش.
                                                                               

Page 1 of 1860