23 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

صمیم: مشاعرې د افکارو شریکولو لپاره ښه وسیله ده

ګردیز/ د تلې لومړۍ / باختر مشاعرې د ځوانو شاعرانو اوليکوالانو...

يو انس سره زر په ١٥١٥ډالرو پلورل کېږي

کابل/ د تلې١مه/ باختر په نړيوالو بازارونوکې نن يو انس سره...

په جوزجان کې وسله والو طالبانو ته دسرزيانونه اوښتي دي .

کابل /دتلې لومړى /باختر : درې وسله وال طالبان تېره شپه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د افغانستان او ايران ترمنځ د برېښنا رسونې هوکړ ليک لاسليک کېږي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \باختر\ د زمري ٢٧مه
د برېښنا شرکت عمومي اجراييوي رييس امان الله غالب پرون د ايران له توانير شرکت سره په غونډه کې چې د هېواد د برېښنا رسونې د پروژو په باب جوړه شوه ګډون وکړ.
باختراژانس د برېښنا شرکت د خبرپاڼې له خولې خبر راکړ، د دې غونډې په پيل کې امان الله غالب د افغانستان په سرحدي ولسواليو د برېښنا د ويش، د ګډې تخنيکي ډلې د جوړولو، د افغانستان د برېښنا انرژۍ په برخه کې د پانګونې د فرصتونو د تشريح او په لنډ مهال او اوږد مهال کې  د کار دعملي نقشې د برابرولو په باب خبرې وکړې.
  دغه راز په غونډه کې د هرات، فراه او نيمروز ولايتونو ولسواليو ته د برېښنا رسونې خدمتونو د پراختيا او د راتلونکي هجري لمريز کال لپاره د يادو ولايتونوته د ١٣٢ او ٢٠ کيلو ولټ مزو له لارې د برېښنا انرژۍ د پېرودنې د قرارداد د تمديد، د opgw په سيستم  د تربت جام _ هرات د ١٣٢کيلوولټ اوسني مزي د سمبالولو او دغه  راز د کيبل د ډول او مشخصاتو د انتخاب او د ايران د برېښنايي تجهيزاتو او د سترو توليدي صنايعو له کارخانو څخه د برېښنا د تجهيزاتو د پيرودنې، د تربت جام،  - هرات او د قندهارد ٥٠٠ کيلوولټ  مزي دغځولو د طرحې د مطالعاتو، د زرنج او د زابل ( فراه د ٢٢٠ کيلوولټ مزو دغځولو د طرحې او د زرنج او فراه د ٢٢٠-٢٠کيلوولت سب استيشنونو، د ايران د خواف او زابل  په سيمو او په افغانستان کې د هغو په ګاونډيو سيمو کې د بادي او لمريزې برېښنا انرژۍ د توليد دستګاو د جوړولو په وړاندې دواړو هېوادونو د خصوصي شرکتونو د ګډو همکاريو، له ايران څخه د برېښنا انرژۍ د اوږدمهال قرارداد _ ترلسو کلونو پورې  پېرودنې، پلورنې، ترانزيت او تبادله، له ايران څخه افغانستان ته د برېښنا انرژۍ د صادرولو د تعرفو د کمښت، د افغانستان د برېښنا شرکت له لوري ايران ته د وارداتي برېښنا انرژۍ د صرفيې د بيې  د لېږدونې او ورکړې په وړاندې د هر اړخيزې طرحې د رامنځته  کولو د کاري تجربو د شريک کولو، د افغانستان برېښنا شرکت د کارکوونکو لپاره د زده کړه ييزو دورو او د تخصصي ورکشاپونو د جوړولو او په هېواد کې د برېښنا رسولو چارو د ښه والي لپاره د نورو موضوعګانو په باب خبرې وشوې.
د يادونې وړ ده چې دغه غونډه دوې ورځې نور هم دوام مومي او په پاى کې به ديادو موضوعګانو په باب د دوه اړخيزو همکاريو هوکړه ليک لاسليک شي .
  ختم_ ف _ اکرم

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.