23 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

صمیم: مشاعرې د افکارو شریکولو لپاره ښه وسیله ده

ګردیز/ د تلې لومړۍ / باختر مشاعرې د ځوانو شاعرانو اوليکوالانو...

يو انس سره زر په ١٥١٥ډالرو پلورل کېږي

کابل/ د تلې١مه/ باختر په نړيوالو بازارونوکې نن يو انس سره...

په جوزجان کې وسله والو طالبانو ته دسرزيانونه اوښتي دي .

کابل /دتلې لومړى /باختر : درې وسله وال طالبان تېره شپه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د شهر دوبۍ د واده د سالون د ځانمرګي بريد د شهيدانو جنازې خاورو ته وسپارل شوې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \باختر\ د زمري ٢٧مه
د شهر دوبۍ د واده د سالون د پېښې د شهيدانو د جنازو د ښخولو مراسم نن د کابل په لويديځ کې پرځاى شول.
باختراژانس د کورنيو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر له خولې ليکي چې د تېرې شپې  په لسو بجو او دېرشو دقيقو د کابل ښار په شپږمه امنيتي حوزه کې د شهر دوبۍ د واده په يوه سالون کې ځانمرګي بريد وشو چې په پايله کې يې درې شپيته تنه شهيدان او يوسلو دوه اتيا تنه نور ټپيان شول.
يوې اړوندې سرچينې وويل، چې د دغې خونړۍ پېښې  قربانيان ټول ملکي وګړي وو
دغه راز  شپږ ورونه  د دغې پېښې  په شهيدانو کې شامل وو چې په ډله ييزه توګه خاورو ته وسپارل شول او د يوې بلې کورنۍ ٧ غړي هم د پېښې  په قربانيانو کې شامل دي.
په واده کې د يوه برخه وال د څرګندونوله مخې چاودنه د نارينه وو په سالون کې وشوه او زياتره وژل شوي کسان نارينه وو.
سرچينې زياته کړه چې ښځې او ماشومان هم په شهيدانو او ټپيانوکې شامل دي.
  ختم_ عطاالله _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.