د لوى څارنوالۍ وياند: فيروزي د ناروغۍ په خاطر له بند څخه خوشې شوى دى

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \باختر\ د زمري ٢٧مه
د لوى څارنوالۍ وياند جمشيد رسولي نن له  بند څخه د کابل بانک د يوه پوروړي خليل فيروزي د خلاصون په اړوند په يوه ګډ خبري کنفرانس کې وويل چې هغه د ناروغۍ په خاطر له بند څخه خوشې شوى دى.
د باختراژانس د خبرله مخې، رسولې په دې خبري کنفرانس کې وويل، چې د بشر د حقوقو د موازينو په رعايتولو سره څرنګه چې فيروزي په سختې ناروغۍ اخته دى په همدې دليل هغه له جېل  څخه خوشې شوى دى.
په همدې ترتيب  د ملي امنيت د روغتيايي خدمتونو رييس حشمت الله نوابي وويل چې فيروزي د شکرې او د وينې د لوړ فشار په ناروغۍ اخته دى او د هغه درملنه وخت غواړي له همدې امله  هغه د ديارلس  کسيز موظف هيئت  د پريکړې پربنسټ  له بند څخه خوشې شوى دى.
د کابل بانک د تصفيې مدير روح الله حبيب وويل  فيروزي ژمنه کړې ده چې تر شپږومياشتو پورې خپل پنځوس سلنه پور ورکوي.
د هغه د څرګندونوله مخې، فيروزي له کابل بانک څخه ١٣٧ مليونه ډالره پوروړى دى او تر اوسه پورې  يې خپل درې دېرش ميليونه پور ورکړى دى.
په کنفرانس کې  دغه راز طرحه شوه چې هغه  په کور کې تر څارنې لاندې دى اوبهر ته سفر نه شي کولاى.
ختم_ف _ اکرم

 

back to top