22 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په کابل کې د اميرعبدالرحمن خان مقبرې ته څېرمه جومات له بيا رغاونې وروسته پرانېستل شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \باختر\ د زمري ٢٧مه
د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کاليزې  په وياړ د کابل په مرکز کې د امير عبدالرحمان خان مقبرې ته څېرمه جومات له  مرمت او بيا رغاونې وروسته نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ اوهنر د معين پوهاند محمد رسول باوري په واسطه پرانېستل شو.
د باختراژانس د خبرله مخې، دغه جومات د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له پرمختيايي بودجې څخه د څه دپاسه  څلور سوه  زرو افغانيو په لګښت  بيا رغاول شوى دى.
د غه جومات د پرانېستلو په مراسمو کې پوهاند باوري په لنډو خبرو کې وويل چې د تاريخي څلو او د لرغونو  اثارو ساتنه او مرمت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له اساسي دندو څخه دي.
هغه دغه راز وويل چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې يوشمېر تاريخي څلي او اثار د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کاليزې د هرکلي په خاطر ترمرمت او بيارغاونې لاندې دي.
د پوهاند باوري د څرګندونوله مخې، اميرعبدالرحمن خان د ده د وصيت پربنسټ د کابل په بوستان سراى کې خاورو ته وسپارل شو او د امير عبدالرحمن خان زوى امير حبيب الله خان دغه جومات د خپل پلار مقبرې ته څېرمه جوړ کړى دى.
  ختم_ ف _ اکرم

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.