23 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

صمیم: مشاعرې د افکارو شریکولو لپاره ښه وسیله ده

ګردیز/ د تلې لومړۍ / باختر مشاعرې د ځوانو شاعرانو اوليکوالانو...

يو انس سره زر په ١٥١٥ډالرو پلورل کېږي

کابل/ د تلې١مه/ باختر په نړيوالو بازارونوکې نن يو انس سره...

په جوزجان کې وسله والو طالبانو ته دسرزيانونه اوښتي دي .

کابل /دتلې لومړى /باختر : درې وسله وال طالبان تېره شپه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

حامد کرزي د کابل ښار په شپږمه ناحيه کې د واده پر مراسمو تروريستي بريد وغانده

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل\باختر\ د زمري ٢٧ مه
د هېواد پخواني جمهور رييس حامد کرزي د کابل ښار په شپږمه ناحيه کې د واده پر مراسمو تروريستي بريد په ډېرو سختو ټکو سره وغانده او د افغانستان د سولې او ارامۍ د دښمنانو ناوړې لاسوهنه چې غواړي د دغه شان غير انساني عملونو په ترسره کولو سره خپلو ناوړو موخوته ورسېږي په دې بشري ضد جنايت کې ښکيل وبلل.
حا مدکرزي دغه راز د هغو قوتونو ناکمي د دې جنايت سبب بولي چې له تروريزم سره د مبارزې په نامه زموږ  هېواد ته راغلي دي خو د کلونو کلونو په تېريدو او د افغانستان د خلکو په سترې قربانۍ سره نه يواځې دا چې تروريزم  له منځه لاړنه شو بلکې په زيات شدت سره  زموږ خلک ورسره مخامخ  شول.
حامد کرزي يوځل بيا د افغانستان د خلکو ترمنځ د يو والي او اتفاق  په پياوړتيا باندې په ټينګار سره په هېواد کې  د جګړې او وينې توييدو د بندولو لپاره د حل يواځنۍ لاره بين الافغاني خبرې او د افغانانو په مالکيت د سولې بهير وباله او د افغانستان له حکومت څخه يې وغوښتل چې زموږ د هېواد او خلکو د ژغورنې لپاره دې د سولې د بهير د برياليتوب لپاره همکاري او هلې ځلې زياتې کړي.
  حامد کرزي د دغې دردونکي پيښې د قربانيانو له کورنيو سره د غمشريکۍ  اوخواخوږۍ د مراتبو په څرګندولو سره د لوى خداى ( ج )  له دربار څخه  شهيدانو ته د فردوس جنت او ټپيانو ته د بيا روغتيا هيله وکړه.
ختم- عطاالله _ اکرم

Last modified on Tuesday, 20 August 2019 04:13

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.