22 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

څوارلس وسله وال طالبان په بادغيس کې ووژل شول

څوارلس وسله وال طالبان په بادغيس کې ووژل شول

کابل/ د وږي ۳۱ مه / باختر د بادغيس سيمه ييز...

د زارع لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال ووژل شو

د زارع لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال ووژل شو

کابل/ د وږي ۳۱ مه / باختر د بلخ ولایت د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهور ريیس غني د عمرې حج مراسم پرځای کړل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل\ باختر \ د وږي ٣ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ريیس محمداشرف غني او ورسره لوړپوړي دولتي پلاوي سعودي عربستان ته د رسمي سفر په لړ کې پرون ماښام په بیت الله  شریف کې د عمرې حج مراسم پرځای کړل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ:
جمهور ريیس غني او ورسره پلاوي د کعبې شریفې له طواف او په  مسجد الحرام کې د دوه رکعته لمانځه له ادا کولو وروسته د خدای تعالی په دربار کې په افغانستان کې د باعزته او تلپاتې سولې د تامین، د ملي یووالي د لا پیاوړتیا، د ټول مسلمه امت او په ځانګړي ډول د افغانانو لپاره د سوکالۍ او نېکمرغۍ دعا وکړه.
د عمرې له مراسمو وروسته جمهور ريیس او ورسره پلاوی جدې ښار ته لاړ او په پام کې ده چې جمهور ريیس غني سعودي عربستان ته د خپل سفر په دویمه ورځ د الحرمین الشریفین خادم حضرت ملک سلمان بن عبدالعزیز او د دغه هېواد له یو شمېر نورو چارواکو سره جلا جلا کتنې ولري.
پاى\ذ

Last modified on Sunday, 25 August 2019 12:53

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.