26 May 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

سولې ته رسېدل، هر اړخیزه ستراتېژي غواړي

سولې ته رسېدل، هر اړخیزه ستراتېژي غواړي

کابل / د غبرګولي ۵ مه / باختر شک نشته چې...

په غور کې د ولسي تړون د ۱۴ پروژو کار عملي کیږي .

په غور کې د ولسي تړون د ۱۴ پروژو کار عملي کیږي .

فیروزکوه د جوزا ۵ باختر د غور د لعل او سرجنګل...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د لوګر خلکو په هېواد کې د اوربند او دايمي سولې د ټينګښت غوښتنه وکړه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل / د وري ٢٠مه / باختر
د لوګر خلکو د کرونا ويروس د خپرېدو د خطر په شتون سره، په يوه غونډه کې د جګړې له ښکيلو لورو څخه وغوښتل چې د خلکو هيلې ته چې د سولې تامينول دي؛ درناوى وکړي او په هېواد کې جګړه پاى ته ورسوي.
د هغوى د څرګندونو له مخې؛ د وروستيو څو مياشتې په بهيرکې د بېلابېلو جنګي پېښو له امله ٦٠ تنه په لوګر کې وژل شوي دي چې دا د کرونا ويروس د ګواښونو په نسبت  ډېر زيات دى.
په لوګر کې د ساداتو د قوم رييس سېد فرهاد اکبري وايي چې د کرونا ويروس په څو مياشتوکې په نړۍ کې قرباني اخلي، خو زموږ په هېواد کې جګړو اوتاوتريخوالي له څه دپاسه ٤٠ کلونو راپدېخوا قرباني اخلي.
هغه له دولت او وسله والو طالبانو څخه وغوښتل چې د بين الافغاني خبرو د پيل لپاره دې هلې ځلې وکړي چې په هېواد کې د سولې د ټينګښت سبب شي.
دغه راز يو ديني عالم مولوي محراب الدين په هېواد کې روانه جګړه حرام وبلله او هغه يې ورور وژنه وبلله او له وسله والو طالبانو څخه يې وغوښتل چې جګړې ته د پاى ټکى کېږدي.
دغه غونډه په داسې حال کې جوړه شوه چې له تېرې اوونۍ راپدېخوا د پل علم ښار په قرنطين کې دى.
ختم - ج - اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.