23 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

درې ماين جوړونکي طالبان په تخار کې د خپل ماين قرباني شول

٢٤-کابل / دلړم دويمه /باختر درې ماين جوړونکي طالبان...

په هلمند کې د عملياتو په دوام ٧ وسله وال طالبان و وژل شول

٢٣-کابل / دلړم دويمه /باختر په داسې حال کې چې...

يوولس وسله وال طالبان په زابل کې و وژل شول

٢٢- کابل / دلړم دويمه /باختر ١١ وسله وال طالبان په...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په بلخ کې د کتاب نندارتون پرانیستل شو

Written by  Waleed
Rate this item
(0 votes)

کابل / د تلې ۷ مه / باختر
په بلخ کې نن "فرهنګي اوونۍ" د کتاب د نندارتون په جوړولو سره ونمانځل شوه.
د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال د خبر له مخې؛ په دغه نندارتون کې یوشمېر خپرونکو د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ په بېلابېلا عنوانونو سره ١٠٠٠ کتابونه نندارې ته وړاندې کړل.
د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مطیع الرحمان کریمي وویل چې د دغه نندارتون د ترسره کولو موخه د کتاب لوستلو د فرهنګ رواجول دي او (کتاب له نړۍ سره خبرې اترې) ترنامه لاندې د فرهنګي اوونۍ د نمانځلو په خاطر جوړ شو.
یوشمېر خپرونکو دغه نندارتون کتاب او کتاب لوستلو ته د ټولنې د پاملرنې سبب وباله او ويې ویل چې دولت او فرهنګي بنسټونه مسوولیت لري چې لوستې ته د ځوانانو د هڅونې په برخه کې هلې ځلې وکړي.
ټاکل شوې ده فرهنګي اوونۍ په بلخ کې د کتابونو، نقاشۍ، انځورګرۍ، هنري سیالیو او د نندارتونونو په جوړولو سره ونمانځل شي.
ختم/ع

Last modified on Tuesday, 29 September 2020 04:39

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.