08 April 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په نيمروز کې د فوټبال څانګې د مربي ګرۍ روزنيز ورکشاپ جوړ شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د کب ٨ مه/ باختر
د فوټبال څانګې د مربي ګرۍ روزنيز ورکشاپ نن په نيمروز کې پيل شو.   
په ورکشاپ کې د فوټبال ٢٤ داوران د ٥ ورځو لپاره د افغانستان له نړيوالو مربيانو      څخه د لومړۍ درجه مربي ګرۍ اساسات زده کوي.  
د افغانستان د فوټبال فدراسيون د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې دغه ورکشاپ د هېواد په ګوټ ګوټ کې د غوره مربيانو د پېژندلو په موخه ترسره کېږي.
تراوسه لسګونه غوره مربيان د هېواد په بېلابېلو ولايتونوکې د دغه شان ورکشاپونو په بهيرکې پېژندل شوي دي .
د افغانستان د فوټبال دوه نړيوال داوران محمد حامد پيوند او آقا حليم شېرزاد د دغه ورکشاپ دلوست چارې پرغاړه لري.
پاى \ج \ ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.