سیاست

متن کامل بیانیه حامد کرزی رئیس جمهوری اسلامی افغانستان در مراسم گشایش شانزدهمین دور شورای ملی

کابل باختر/ اول دلو

د ملي شورى جلالتمآب رئيس؛

د مشرانو جرگې جلالتماّب رئيس؛

د جمهوري رياست معاون صاحبانو؛

فضيلت مآب قاضى القضات صاحب؛

د جهاد محترمو رهبرانو؛

د افغانستان د عالمانو د سرتاسري شورا محترم رئيس؛

د ملت درنو استازو او محترمو سناتورانو؛

د حكومت محترمو اعضاوو؛

د دپلوماتيكو هيئتونو محترمو غړو؛

د رسنيو ښاغلو استازو؛

مېرمنو او ښاغلو!

وروڼو او خویندو؛

السلام عليكم و رحمة الله و بركاته

ښه راغلاست

خوش آمدید

خوش كيلدنگ

خوشحاله يم چې نن د ملي شورى د تقنيني كال د پرانيستنې په دې درنه غونډه كې تاسو درنو وكيلانو او سناتورانو ته خطاب كوم.

تير تقنيني كال د افغانستان د ملت لپاره له لوړو، ژورو ډك كال و،  د دولتي بنسټونو د پياوړتيا، د ملي اردو او امنيتي قواوو د ځواكمنيدو او د هيواد د اقتصادي- اجتماعي ودې لپاره مو موثر گامونه پرمخ واخيستل. په بين المللي غونډو او كنفرانسونو كې د هيواد پرله پسې اشتراك په نړيواله سياسي صحنه كې د افغانستان حضور لا پياوړى كړ.

زموږ د هيواد په تاريخ كې له اماني دورې وروسته لومړى ځل شاوخوا پنځه سوه ممتاز استادان او محصلان د افغانستان په پيسو د لوړو تحصيلاتو لپاره هندوستان او تركيى ته واستول سول. حكومت غواړي چې په خارجي پوهنتونونوكې د افغان محصلانو د لوړو زده كړو اختصاصي بودجه په اّينده كال كې سل په سلو كې زياته كړي او شاوخوا پنځه سوه ميليونو افغانيو ته يې ورسوي څو موږ وكولاى سو، هر كال زر تنه ممتاز استادان او محصلان د افغانستان په خپلو پيسو خارج ته واستوو. دا يو ډير موثر اقدام دى – چې د دوستو هيوادونو له راكړو تحصيلي بورسونو سربيره – د طب، انجنيرى، طبيعي علومو او مديريت په څانګو كې موږ خپله په خارج كې د وطن بچيان وروزو. د روزنې په دې سلسله كې به د متوازنې ودې اصل ته په پاملرنه د هيواد د ټولو سيموممتاز ځوانان شامل وي.

په دې كال كې مو د معارف د شاگردانو شمير 8.4 ميليونو تنو ته ورسيد چې د 192 زره ښوونكو په وسيله ورته په څورلس زره شپږسوه ښوونځيو كې تدريس كيږي.

د عامې روغتيا په برخه كې د نورو پرمختياوو ترڅنګ د صحي خدماتو د پراختيا له امله د ميندو او كوچنيانو د مړينې فيصدي د تيرو كلونو په پرتله ډيره لږ سوې ده. همدا راز مو پولي پشتوانه هم شپږنيم زره ميليونه ډالرو ته رسيدلي ده.

جناب رئيس، د خلكو درنو استازو، ميرمنو او ښاغلو!

د سږكال په تيرو نه مياشتو كې د دولت د لاسته راوړنو گزارش تاسو ته وړاندې سوى دى، زه نه غواړم چې ستاسې وخت ونيسم او يو ځل بيا دا لاس ته راوړنې يادې كړم. خو غواړم د اّينده كارونو عمده نكاتو ته ځينې لنډې اشارې وكړم:

سولې ته د رسيدو او د شخړو دكميدو لپاره د افغانستان د خلكو او حكومت له پرله پسې هڅو سره سره، له بده مرغه پدې كال كې هم زموږ خلكو ډيرې قربانى وركړې او بې مثاله ستم يې وگاله. د هيواد ډيرملكي وگړي شهيدان سول او د هيواد د دفاعي او امنيتي قواوو ډيرو منسوبانو له خپلې خاورې د دفاع په لاره كې خپل ځانونه قربان كړل.

لست شهدای امسال به اضافه لیست شهدای بزرگان و مشران قوم، علمای کرام دین، استادان پوهنتون ها، معلمین عزیز وطفل، زن و بچه کشور ما را برای تان یادآور می شوم.

این  لست را بخاطریکه به طرف صلح و ثبات کوشش زیادتر کنیم، قرائت می کنیم:

رئیس شورای عالی صلح استاد برهان الدین ربانی

جان محمدخان یکی از مجاهدین سرشناس کشور

انجینر محمدعمر

الحاج عبدالمطلب بیگ

محمدهاشم وطنوال

خان محمدخان مجاهد

ډگرجنرال داوود داوود

جنرال شاه جهان نوری

شرف الدین

جنرال عبدالرحمن سیدخیلی

غلام حیدر حمیدی، شاروال کندهار

سیدحسام الدین

سیدولی

ښایسته گل علی زی

حاجی یارمحمد

ملک محمد زرین

حاجی محمدافضل اڅکزی

حاجی نوراحمد وزیرخیل

حاجی عبدالفتاح

شیرزمین

حاجی عبدالطیف نورزی

حاجی محمدظاهر خان

الحاج انجینر میرویس

حاجی رمضان

محمدظریف

محمدخان یعقوبی

زلمی خان

مولوی حکمت الله

مولوی علی خان

سیدفضل الدین آغا

عزت خان

مسعود

اصیل احمد

حاجی سیدمحمد پهلوان

احمدولی کرزی

محمد داوود احمدزی

محمدجواد ضحاک

عبدالحکیم سلیمانخیل

سیدرحمن ملنگ

خانم گل مکی وکیلی

عبدالقهار

حاجی سردار احمد

شیرمحمدخان عرب

حاجی محمدنعیم

این لست از تعداد محدود شهدای امسال است که سر کرده شان استاد شهید ما می باشد.

همچنان خواهران و برادران عزیز فراموش نکنید که در وطن ما تعدادی بسیار زیادی از جوانای وطن که از جانب طالب ها و دیگران فرستاده شدند، آنها جوان و اولاد این وطن هستند، آنها هم کشته شدند، آنها هم پدر، مادر و اولاد دارند، از همین خاک هستند، ناآگاه هستند، نا خبر هستند، جوان هستند و برای مرگ و تخریب وطن خود فرستاده می شوند.

از آنها هم یاد می کنیم و آرزو می کنیم که هیچ  فردی از مردم افغانستان به هیچ ترتیبی به این خون آلوده نشود و از بین نرود.

نه در بین خود ما و نه از طرف خارجی ها.

دا شهادتونه ښيى چې د افغانستان د خلكو د سوله غوښتنې ږغ له مثبت ځواب سره نه دى مخامخ سوى، خو له دې سره سره، دايمي او سراسري سولې ته د رسيدا لپاره، زموږ د خلكو په قوي اراده كې هیڅ خلل نه دى وارد سوى او نه به وارد سي.

 

ښاغلی رئيس او د ملت محترمو نماينده گانو!

څه د پاسه ديرش كاله كيږي چې زموږ هيواد له ورانوونكې جگړې، ظالمانه وژنو، قيد و زندان او بمباريو سره مخامخ دى.

زموږ د خلكو له سترو او مهمو اّرزوگانو څخه سوله او ثبات دى چې رسيدو ته يې لحظې شميري. پر افغانستان تپل سوې جگړه په خپله نوع كې د بشريت په معاصر تاريخ كې له اوږدو جنگونو څخه شميرل كيږي.

سولې ته رسيدل د افغانستان د خلكو يوه عادلانه او مشروع غوښتنه ده، ددې غوښتنې پوره كول د دولت له وظايفو څخه ګڼل كيږي. زموږ  ملي شورى، دايرې سوې عنعنه يى لويې جرگې، علماوو، قومي مشرانو او ټولو سياسي- مدني بنسټونو پر دې اصل تاكيدكړى دى.

زموږ ملت دا درې لسيزې د رنگارنگ مداخلو قرباني سو. د سولې، استقلال او اّزادۍ د تامين په لاره كې يې ډيرې قربانۍ وركړې او دا حق هم لري چې په سوله او امن كې ژوند هم وكړي. سولې ته د رسيدو لاره خپله وټاكي او په خپل تصميم دغې ملي اّرزو ته ورسيږي. دغو اصولو ته درناوى، په حقيقت كې د افغانستان د ملي حاكميت حق او زموږ د ملت فداكاريو او قربانيو ته د احترام معنى لري.

هيله مو داده چې زموږ هغه وروڼه چې د خپلو خلكو خلاف په جنگ اخته دي د افغانستان د قضاياوو په باب له تازه ښكاره سوو جرياناتو څخه اوس پدې پوه سوي وي چې دا جنگ د پردو د منافعو لپاره جنگ دى. خو افغانان او د افغانستان خاوره يې د تباهيو او برباديو بار په اوږو وړي. زموږ هيله ده چې په جنگ كې ښكيل وروڼه به ژر تر ژره د پردو ټوپك پر زمكه كښيږدي. د خپلې خاورې خلاف به جنگ بند كړي او زموږ د سولې له هڅو سره به مله سي.

د سولې د راوستو لپاره دافغانستان دولت او د سولې عالي شورى له قربانيو سره سره خپلو هڅو ته دوام وركوي.

د يادونې وړ ده چې د سولې د پروسې او د مذاكرو خاوند د افغانستان ملت دى. هيڅ پردى هيواد يا نهاد د افغانستان د ملت ددې حق مخه نسي نيولاى.

افغانستان يو ځل بيا پر هغو اصولو او ارزښتونو تاكيد كوي چې  لويې جرگې يې توصيه كړې ده.

د افغانستان هيله داوه چې طالبان په خپل هيواد كې دفتر پرانيزي او يا دا چې په يو مهم اسلامي هيواد، لكه تركيه او يا سعودي عربستان كې دا كار وكړي. خو له دې ټولو خبرو سره سره، سولې ته زموږ دخلكو د ليوالتيا او د جنگ د بهانو د ختمولو  په خاطر، په قطر كې د طالبانو له دفتر سره  مخالف نه يو.

اعضاى محترم مجلسين!

در اين اواخر ما با هيئتى از حزب اسلامى افغانستان به رهبرى محترم انجنير گلبدين حكمتيار مذاكراتى داشتيم. در اين مذاكره نقطه نظرهاى جانبين در فضاى صميميت و برادرى ابراز گرديدند. اميدوار هستيم كه مذاكرات ادامه يابند و به خاطر تأمين صلح نتايج سودمندى از آن به دست آيد.

خواهران و برادران عزیز!

قسمیکه خبر هستیم یک هیئتی از حزب اسلامی از پاکستان تشریف آورده بودند، همرای ما، مارشال صاحب و بعضی برادران دیگر ملاقات های داشتند، ملاقات های خوبی بود، در فضای صمیمیت و برادری صحبت شد.

امیدوار هستیم نتایج دلخواهی برای ملت افغانستان داشته باشد.

 

حضار گرامی!

 

انتقال مسؤوليت همه جانبه به دولت افغانستان، يك خواستهء بسيار مهم ملى ما مى باشد، مردم افغانستان از ما مى خواهند تا مسؤوليتها را در حوزه هاى امنيت، حكومت دارى، توسعهء اقتصادى و اجتماعى خود بر عهده بگيريم.

 بر عهده گرفتن مسؤوليت عام و تام، از يك طرف، اداى تعهد در برابر مردم و خدمت به مردم است و از جانب ديگر اعمال بدون قيد و شرط و مستقلانهء حاكميت ملى توسط ارگانهاى منتخب و مسؤولان حكومتى و دولتى كشور ما مى باشد. از اين رو مى خواهم بگويم كه ما نه تنها مصمم مى باشيم، بلكه بى هر شك و شبهه يى  مى خواهيم سرنوشت كشور خود را، خود به دست گيريم. يك بار ديگر تأكيد مى كنم كه در سال 2014 مسؤوليت ها كاملاً به افغانستان انتقال خواهد يافت و همكارى ميان ما واعضاى جامعه جهانى كاملاً شكل ديگرى به خود خواهد گرفت.

با تكميل دور دوم انتقال مسؤوليت ها به افغانستان كه در ماه حوت امسال به پايان خواهد رسيد. ما یعنی دولت افغانستان مسؤوليت 50 در صد از نفوس افغانستان را در عرصه هاى امنيت برعهده خواهيم گرفت. من از ارگان هاى دولتى و امنيتى كشور مى خواهم كه در راه خدمت به مردم و حراست از جان و مال آنها از هيچ كوششى دريغ نكنند. اين ملت بزرگ، شايستهء هر نوع فداكارى است و ما نيز تعهد بلند نگه داشتن درفش پُرافتخار اين خطه را به مردم خود داده ايم و در اين راستا خود را در پيشگاه خدا، ملت و تاريخ مسؤول مى دانيم.

حضار گرامى!

تلاش ما در راستاى گرفتن همه جانبهء مسؤوليتها، بدون شك كه همراه خواهد بود با تقويت نهاد هاى دولتى و اصلاح ادارهء ملکی افغانستان. اصلاح ادارهء ملكى در كشور ما و ايجاد يك ادارهء مستقل و غير سياسى از مسايل اصلى اند كه حكومت در اين اواخر در آن مورد به رايزنى و مشورت پرداخته است. ساختار اداره بايد متناسب ساخته شود با نيازهاى امروزى كشور ما و كارمندان ادارهء ملكى بايد از مصؤونيت كارى لازم برخوردار بوده، از مداخلات غير قانونى سياسيون در امان باشند.

نماينده گان محترم مردم!

يكى از اقدامات مهم سياست داخلى ما امسال، برگزارى لويه جرگه مشورتى بود. در اين گردهمآيى بيش از 2200 تن از نماينده گان اقشار گوناگون اجتماعى افغانستان شركت كرده بودند. دو موضوع اساسى در اين اجتماع بزرگ، براى مشورت و رايزنى مطرح گرديدند، موضوع روابط ستراتژيك افغانستان با كشورهاى جهان، به خصوص با ايالات متحده امريكا و موضوع روند صلح در كشور. همانطورى كه مى دانيم اين هر دو مسأله براى امروز و فرداى كشور ما دارى اهميت اساسى و حياتى مى باشند. 40 كميته كارى لويه جرگه توصيه نامه يى را در 76 ماده به حكومت افغانستان ارائه دادند كه از ديدگاه ما در تعيين خط مشى ما در رابطه با موضوعات يادشده، واجد اهميت اساسى مى باشد.

لويه جرگه عنعنه يى با حمايت از برقرارى روابط ستراتژيك با ايالات متحده امريكا و كشورهاى ديگر، بر شرايطى تأكيد كرد كه بازتاب دهندهء منافع ملى افغانستان و تحكيم حق حاكميت ملى ما مى باشند. حكومت افغانستان در اين راستا توصيه هاى لويه جرگه را با جديت مورد توجه قرار خواهد داد. بدون شك اگر ما با جهان بر سر امضاى پيمان هاى استراتژيك به يك توافق اصولى دست يابيم تکمیل روند قانونى آنها، بر حسب موازين قانون اساسى كشور از طريق مجلسين شوراى ملى طى خواهد شد. هدف از امضاى پيمانهاى استراتژيك، رسيدن به ثبات و امنيت در افغانستان و بدون شك كه تامين حاكميت ملى و استقرار انحصار قانونى دولت افغانستان بر امور دولت دارى مى باشد. از جانب ديگر ما ميخواهيم تا در يك منطقهء مملو از همكارى، دوستى و احترام متقابل با همسايه هاى خود زنده گى كنيم. از اين رو همكارى هاى استراتژيك بايد به سود امنيت منطقه و نابودى تهديد تروريزم باشد. درصورتيكه امضاى قراردادهاى استراتژيك به تحقق اين اهداف كمك كنند، ما به امضاى قراردادها خواهيم پرداخت.

ښاغلی رئيس او د خلكو درنو استازو!

سږكال زموږ د هيواد په ارتباط دوه مهم منطقه يى او بين المللي كنفرانسونه په استانبول او بُن كې جوړ سول.

د استانبول كنفرانس زموږ د گاونډيانو او د سيمې د سترو هيوادونو يوه با ارزښته غونډه وه چې په هغې كې د اقتصادي ودې او امنيت د تامين په باب د سيمه ييزو همكاريو پر پياوړتيا خبرې وسوې، پدې كنفرانس كې يو ځل بيا زموږ د هيواد پر مركزي موقعيت بحثونه وسول او په دې اصل تاكيد وسو چې افغانستان د انرژي د توليدونكو هيوادونو د حوزې او مصرفي بازارونو ترمنځ د وصل يوه اساسي كړۍ ده.

د استانبول كنفرانس د جوړولو له امله د دوست او ورور هيواد تركيې له هڅو ډيره مننه كوم. دا كنفرانس به دويم ځل د راتلونكي كال په جوزاكې په افغانستان كې جوړ سي.

موږ په اقتصادي، تجارتي، ترانزيتي او امنيتي برخو كې د سيمې د هيوادونو د نژدې كيدو او د سيمه ييزو همكاريو د پراختيا غوښتونکي يو.

زموږ د هيواد لپاره ډيره مهمه بله پيښه د بُن د ستر كنفرانس جوړيدل وو چې د سږكال د قوس د مياشتې په څورلسمه د دوست هيواد اّلمان د بُن په ښار كې جوړ سو.

د افغانستان د پخواني دوست هيواد د اّلمان فدرالي جمهوريت څخه ډيره ډيره مننه كوم چې دغه نړيوال كنفرانس يې بري ته ورساوه او د كنفرانس د ټولو گډونوالو ميلمنو يې ډيره درنه او باعزته ميلمه پالنه وكړه.

د بُن په كنفرانس كې له سلو زياتو هيوادونو او بين المللي سازمانونو گډون كړى و. په كنفرانس كې د نړيوالو پراخ گډون راوښوده چې زموږ د هيواد مسايل لاهم د جهاني سياست د توجه په مركز كې ځای لري.

دغې نړيوالې غونډې دا هم واضح كړه چې افغانستان د نړيوالې ټولنې فعال او د احترام وړ غړى دى او موږ د تل لپاره د سياسي انزوا دوران شاته پریښی دى. ددې كنفرانس اصلي شعار "له انتقاله تر تحوله" په حقيقت كې زموږ د خلكو اّرزو بيانوله.

په دې كنفرانس كې طرح سوو مسايلو، لكه: حكومتداري، امنيت، د سولې جريان، اقتصادي او اجتماعي پراختيا، سيمه ييزې همكارۍ او نورو كې د افغانستان او نړيوالې ټولنې ترمنځ بشپړ توافق موجود و.

د كنفرانس رهبري افغانستان كوله او عمده هدف مو دا و چې تر انتقال وروسته په اّينده لسوكلونو كې د نړيوالې ټولنې په همكارۍ د خپل هيواد د ثبات او ترقۍ تگلورى وټاكو. موږ له نړيوالو سره موافقه وكړه چې د خپل هيواد عام و تام امنيت لا ډير موږ په خپله تامينوو او د هغو هيوادونو د سرتيرو د عودت زمينه مساعدوو چې په تيرو لسو كلونو كې يې له موږ سره همكاري كړې ده. په دې نړيواله ناسته كې تر انتقال وروسته د لسو كالو لپاره د افغانستان او نړيوالې ټولنې ترمنځ د همكارۍ عمومي چوكاټ مطرح سو چې په راتلونكو نړيوالو كنفرانسونو كې به يې پر عملي او مشخصو اړخونو خبرې وسي.

د روان كال د مى په مياشت كې د ناټو د مشرانو غونډه په شيكاگو كې جوړيږي. پدې غونډه كې به د افغانستان د ملي اردو او امنيتي قواوو د تعليم، تجهيز او تمويل مسايل وڅيړل سي. سره له دې چې زموږ د ملي اردو او امنيتي قواوو د تجهيز په برخه كې څه بهبود راغلى دى، خو په هیڅ ډول د افغانستان له دفاعي او امنيتي اړتياوو سره متناسب نه دى.

پدې برخه كې بايد د امريكا متحده ايالات او ناټو د افغانستان په وړاندې پر خپلو تعهداتو عمل وكړي. د افغانستان حكومت، د هيواد حالاتو ته په پاملرنه د اردو د اوږدمهاله تشكيل او اړتياوو د څرنگوالي په باب له مسوولينو او كارپوهانو سره اختصاصي بحثونه شروع كړي دي چې په دې رابطه به په موقع موږ خپلې پريكړې وكړو.

د 1391 كال په جوزا كې به منطقه يى كنفرانس په كابل كې جوړ سي.  پدې كنفرانس كې د سيمه ييزو همكاريو پر پراختيا خبرې كيږي. تر هغه به ژر وروسته د اسد په میاشت کې په توکیو کې له افغانستان سره د مرستو په اړه نړیوال کنفرانس جوړ شي. په دې کنفرانس کې به افغانستان بین المللي ټولنې ته د افغانستان نظر او ددوی د مرستو د څرنګوالي په باب او د هغو پروژو په باب چې افغانستان یې د آینده لپاره لري، خبرې وشي.

رؤساى محترم شوراى ملى، نماينده گان محترم ملت و حاضران محترم !

ما با انفاذ قانون اساسى جديد، نظام اقتصاد بازار را براى كشور خود انتخاب كرديم. اين يك واقعيت است كه در ميان نظام هاى اقتصادى آزمايش شده در جهان، اين نظام اقتصادى برترى هايى دارد. اما اگر در روند تحقق اقتصاد بازار، ساختار هاى جوامع گوناگون و خصوصيت هاى اجتماعى آنها در نظر گرفته نشوند، عملى ساختن اين نظام اقتصادى موجب مشكلات جدى اجتماعى و اقتصادى مى شود. حكومت جمهورى اسلامى افغانستان در هفته هاى اخير در اين رابطه يك سلسله بحث هاى را با كارشناسان اقتصادى كشور، آغاز كرده است. اين بحث ها، با حركت از تجارب تاريخى كشور ما و تجارب ده سال گذشته، بايد نتايج اقتصادى تحقق روند انتقال از خارجیان به افغانها و خروج نيروهاى نظامى و افراد ملكى خارجى را درنظر گرفته، كشور ما را آماده سازد تا ما بتوانيم بدون مشكلات اقتصادى و اجتماعى به روند توسعه و رشد اقتصادى ادامه دهيم. رشد و توسعه اقتصادى در افغانستان بايد، منجر به  اشتغال زايى، تحقق عدالت اجتماعى، جلوگيرى از انحصار و احتكار گرديده، منجر به ايجاد يك اقتصاد ملى و متكى به خود گردد. افغانستان كشورى است داراى ثروت هاى عظيم زير زمينى كه بايد از آن براى ايجاد يك اقتصاد نيرومند ملى، به سود همه هموطنان و سعادت مردم استفاده كرد. برعلاوهء اين، موجوديت نفوس جوان و مردم زحمت كش، همراه با رشد تعليم و تربيه دركشور كه موجب ارتقاى ظرفيت هاى انسانى ملى شده اند، همه زمينه هاى مساعدى اند كه بايد از آن با عقلانيت كامل بهره بردارى كرد.

همانطورى كه همه ميدانيم، كشور ما پس از هجوم اتحادشوروى به ميدان اصلى جنگ سرد مبدل شد. كشورهايى كه به ما در مقابله با شوروى كمك مى كردند، پس از پيروزى بر كمونيزم ما را تنها گذاشتند و خلاف همه اصول و ارزش هاى اخلاقى و تعهدات سياسى مقدرات افغانستان را به همسايه گان ما سپردند. در نتيجهء تلاش مجدد براى اشغال كشور ما، سرزمين افغانستان به مركز فعاليت تروريزم  بين المللى و به يك ويرانه يى فاقد دولت و فاقد اقتصاد ملى تبديل شد. ويرانى كشور و ارزش هاى ملى و فرهنگى ما تا زمانى ادامه يافتند كه امنيت كشورهاى جهان و به خصوص ايالات متحده امريكا مورد تهديد بالفعل قرار گرفت. و بدينگونه فصل ديگرى در كشور ما آغاز گرديد. ده سال پيش ما اين سفر دشوار را همراه با تعدادى از كشورهاى جهان آغاز كرديم، بدون شك كه هنوز هم براى رسيدن به منزل مقصود راه طولانى و دشوارى در پيش رو است. ما بايد براى رسيدن به منزل مقصود و براى دفاع از سرزمين خود و همچنين دفع تهديدها و خطرات بالفعل كه متوجه كشور ما مى باشند روابط خود را با جهان بر پايهء منافع افغانستان و ايجابات اوضاع نوين سازمان دهى كنيم. بدون شك كه بار اصلى مبارزه با تروريزم را مردم افغانستان بر شانه داشته اند. ما در اين مبارزهء دشوار هزاران قربانى داده ايم تا كشور ما و كشورهاى جهان امن تر شوند. در اين مبارزهء دشوار مردان و زنان زيادى از سراسرجهان با ما مشتركاً تلاش كرده، مردم افغانستان يارى ومساعدتهاى مردم جهان را كه با ما در اين مبارزه دشوار همراه بوده اند با قدردانى ياد مى كنند. ما از كمك هاى مادى و معنوى جامعهء جهانى، ايالات متحدهء امريكا، اّلمان، انگلستان، جاپان، هند، جمهورى تركيه، كشورهاى همسايه ما، كانادا كشورهاى اروپايى خصوصاٌ فرانسه، ایتالیا، پولند، ناروی، سویدن، دنمارک، هالند و کشورهای دیگری که به ما کمک کردند و تمام کشورهای که با ما در ده سال گذشته کمک کرده اند، بسیار تشکر می کنیم. کمک های اینها زمينهء رفتن ميليونها كودك افغان را به مكتب و تحصيل ممكن گردانيده اند و باعث بهبود وضع صحی مردم ما گردیده است، باز هم با صمیمیت از همه اینها که اعضای سفارت های شان اینجا تشریف دارند، تشکر می کنم. امیدوار هستم که اینها از جانب مردم افغانستان به کشورهای خود سپاس مردم افغانستان را برسانند.

حضار گرامى، خواهران و برادران!

مى خواهم تأكيد كنم كه افغانستان آزمايشگاه و لابراتوار سياسى بيگانه گان نيست كه در هر چند سال يكبار نظام و يا ساختار سياسى ديگر و جدیدی را در آن به آزمايش بگذارند. يكى از مشكلات اساسى در سير تكامل اجتماعى و سياسى ما، عدم تداوم در رشد و قوام نظام سياسى و نهادهاى مربوط به آن است. در چهل سال گذشته چندين بار نوع جديدى از نظام سياسى در كشور ما آزمايش شده است كه نتيجه يى به جز ويرانى و شكستن ساختارهاى اجتماعى و ارزشى افغانستان نداشته است، در اينجا مى خواهم با بسيار صراحت و قاطعيت بگويم كه ما هرگز اجازه نخواهيم داد تا روياى خطرناك يك آزمايش سياسى ديگر در كشور ما به واقعيت بپيوندد. نظام جمهورى اسلامى افغانستان بر اساس اراده و خواست مردم افغانستان و تأمين حاكميت مردم بر اساس نظام مردم سالار  و مشاركتى و با رعايت اصول عدالت اجتماعى به وجود آمده است و ما نيز تا پاى جان از آن پاسدارى خواهيم كرد.

 

 

 

 

آقاى رئيس شوراى ملى، نماينده گان محترم مجلسين شوراى ملى!

خطوط اساسى دولت تدوين شده است و به زودى به دسترس شوراى ملى گذاشته خواهد شد. اميدوارم نماينده گان محترم مردم ديدگاه هاى دولت افغانستان را درپرتو ايجابات منافع ملى كشور مورد داورى قرارداده، تصويب كنند. در اين جا فقط ميخواهم بگويم كه رويكرد ما و آن خط مشى را كه مى خواهيم دنبال كنيم مبتنى اند بر منافع ملى، توجه به تماميت ارضى، استقلال و ثبات نظام سياسى كشور براى يك افغانستان مرفه و آباد.

انتظار من از نماينده گان محترم مردم افغانستان اين است تا با يك همكارى سازنده، با توجه به مسؤوليت ها و صلاحيت هاى مطروحه در قانون اساسى كشور، در راه ايجاد كشور مرفه و آباد در همكارى و هميارى با ساير قواى دولت همكار و همراه باشند.

با اين آرزو، سال دوم تقنينى شانزدهمين دورهء شوراى ملى كشور را به نام خداوند متعال و بر اساس احكام قانون اساسى كشور افتتاح مى نمايم. خداوند بزرگ را مشكورم كه به ملت تاريخى ما اين نعمت را كه مقدرات سياسى اش را خودش بدست بگيرد، ارزانى دارد.

خداوند متعال همراه و مددگار كشور ما و ملت بزرگ ما باشد.             تشكر

 

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا