سیاستاخبارجامعهTOP

پیام محمد اشرف غنی  رییس جمهور اسلامی افغانستان به مناسبت روز بین المللی رفع خشونت علیه زنان

کابل / 5 قوس / باختر

خواهران معظم، السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!

زنان به عنوان یک قشر متحرک و فعال جامعه همواره توانسته اند که در عرصه های مختلف سیاسی، اقتصادی و اجتماعی حضور و نقش فعال داشته باشند و در هر برهۀ زمانی در افغانستان در کنار مردان نقش تعیین کننده را در راستای به حرکت در آوردن چرخ پیشرفت و ترقی کشور ایفا کنند.

یکی از پدیده های شوم که همواره در برابر فعالیت ها و نقش زنان موانع ایجاد می کند، خشونت علیه این قشر مهم جامعه می باشد، خشونت به مثابه‌ی یک پدیدۀ شوم و فراگیر اجتماعی، نه تنها افغانستان بلکه تمام جامعۀ بشری را تهدید می‌کند. از همین رو نیاز است که طیف های مختلف جامعه، با تلاش های خستگی ناپذیر گام های اساسی و تعیین کننده را جهت نابودی این پدیده‌ی ناپسند، بردارند.

د افغانستان اسلامي جمهوریت تل کوښښ کړی چې د ښځو پر وړاندې خنډونه له منځه یوسي او د دوی د ودې لپاره مناسب فرصتونه برابر کړي. ښځو چارو وزارت د حکومت د یو مهم بنسټ په توګه د تاسیس له ورځې تر نن پورې د عامه پوهاوي، څارنې، سلا مشورو او د ښځو ملاتړو او عدلي او قضایي بنسټونو ته د تاوتریخوالي د قربانیانو په لاسرسي، د روشنګرۍ او د ښځو لپاره د عدالت په برخو کې هدفمند رول ترسره کړی دی.

د ښځې او نارینه برابري او د ښځو د حقونو خوندیتوب د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لپاره یو اساسي اصل دی او د تاوتریخوالي پر وړاندې مبارزه زموږ له مهمو لومړیتوبونو څخه یو دی.

 خواهران گرانقدر!

همان طوری‌که می دانید، دولت در کنار مبارزه علیه خشونت، پیوسته تلاش کرده است تا زمینه های لازم را جهت ارتقای سطح مشارکت معنادار زنان در ساختارهای مختلف نظام، فراهم کند.  مساعد کردن زمینه های کار برای زنان در ساختار های مرکزی، محلی  و بین المللی مبین حمایت همه جانبه و بی دریغ دولت افغانستان از نقش و جایگاه زنان در نظام است.

خوشبختانه، امروز زنان افغانستان قابلیت ها و توانایی های خود را در ساختارهای مختلف از جمله وزارت‌ها، سفارت‌ها، معینیت‌ های ملکی و ‌نظامی و ادارات محلی و حتی صفوف نیروهای امنیتی و دفاعی قهرمان ما، نشان داده اند.

ښځې په هیواد کې د جنګ اصلي قربانیانې او سولې او ثبات ته زیاتې لېواله دي. دولت کوښښ کړی چې په دې بهیر کې دوی ته پام وړ ونډه په پام کې ونیسي؛ د سولې مشورتي لویې جرګې او په دوحه کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت مذاکره کوونکي پلاوي په ترکیب کې د ښځو فعال او پراخ رول زموږ د دې ادعا څرګند ثبوت دی. 

په عمل کې د ښځو موثر مشارکت لپاره زموږ ژمنتیا کاملا واضح ده، تاسو د هرې ورځې په تېرېدو سره د ټولنې په بېلابېلو برخو کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د تعهداتو د تطبیق شاهدان یاست. یو له دغو عملي شویو ژمنو څخه د هیواد د والیانو د مرستیالانو په توګه د تصمیم نیولو مراجعو کې د ښځو رول دی. د حکومت د دې تصمیم اصلي منطق د برابرۍ اصل د تحقق ترڅنګ د محلي تصمیمونو په قاعده کې د ښځو د مانادار مشارکت بیانونکی دی.

د ښځو د مانادار حضور په اړه په عدلي او قضایي برخو کې هم پرمختګونه شوي. له نېکمرغه په عدلي او قضایي سکتور کې د ښځو پام وړ حضور زیات  شوی. همدارنګه هغوی د تاوتریخوالي پر وړاندې د مبارزې او د عدالت د تامین په برخوکې دندې ترسره کړي او عدالت ته د ښځود لاسرسي په برخه کې لازمې اسانتیاوې برابروي.

 بعد از سال ۲۰۰۱ میلادی، ما گواه تغییرات شگرفی در حوزۀ زندگی و نقش زنان در جامعه استیم .

 زنان کشوربا راه اندازی سروی ها و ریسرچ های علمی وضعیت عمومی و فضای عینی خویش را آسیب شناسی می‌کنند و راه حل های معقول را از میان پیچیده ترین مسایل بیرون می آورند و تصامیم لازم را  به منظور ریشه کن کردن خشونت اتخاذ و گام های استوار را در این جهت بر می دارند.

د افغانستان اسلامي جمهوریت کوښښ کړی چې د  ښځو د پرمختګ پر وړاندې پرتې ستونزې لیرې کړي او د قانون جوړولو برخه کې ځینې قوانین او مقررات طرح، تصویب او نافذ کړي چې د هغو په تطبیق سره د هیواد د ښځو د وضعیت ښه والي او د هغوی د حقونو د برابرۍ په برخه کې مثبت او ژور بدلونونه راولو.

تاوتریخوالی د یوې ناسمې  ټولنیزې پدیدې په توګه لا هم زموږ په ټولنه کې د ټولو بشري ټولنو په څېر محسوس او د یوې ننګونې په توګه موجود دی. د افغانستان اسلامي جمهوري دولت به د دغې شومې پدیدې د له منځه وړلو لپاره تر پخوا لا زیات کوښښ وکړي.

به امید جامعۀ عاری از هرنوع خشونت! ماری

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا