ټولنه

آمنه افضلي : همکاري مو سسې او دولت دمعلو ليت لروونکو افرادو په خد مت کې دي

کابل باختر د مرغومي ٢٥ مـــــه

دشهيدا نو ، معلو لينو اوټولنيزو چارو له وزارت سره د همکارو موسسو دلا زيا تي همغږې درا منځته کولو په مقصد نن يوه غونډه جوړه شوه .

د باختر ا طلاعا تي ا ژانس ته دشهيدا نو ، معلولينو اودټولنيزو چارو وزارت دخپرونو رياست د معلوما تو له مخې دغونډې په پيل کې دشهيدا نو ، معلو لينو او دټولنيزو چارو وزيرې امنې افضلي خبري و کړې اود معلو ليت په برخه کې يې د همکارو مو سسو د همکاريو له امله قدردا نۍ وکړه او په دې لاره کې يې د هغوى د مر ستو ددوام غوښتنه و کړه

آمنيې افضلي دغه را ز وويل ټول خلک په تيره بيا هغه موسسي چې دمعلو ليت په برخه کې فعاليت کوي مکلفيت لري چې له دولت سره يوځاى دمعلولو کسا نو په خد مت کې واو سي

 دغه را ز په دې غونډه کې  ددغه وزارت معينې ثريا پيکان اود اقتصاد وزارت دانجوګانو لوى رئيس محمدهاشم بصيرت د موضوع په اړوند خبري و کړې او معلولو کسا نو ته دښوخدمتونو اود چارو د ښه والى په کار کې د مناسبو لارو چارو وړانديز و کړ

 ټا کل شوې ده چى په نږدي ر ا تلونکى کې په دي اړوند له کورنيو او بهرنيو مو سسو سره د همغږۍ تفاهم ليک لاسليک شي

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا