امنیت

اتلس طالبان په غزني کې ووژل شول

غزني / دلیندۍ / ۲۴/ باختر
د وسله والو طالبانو برید پرون په غزني کې په شا وتمبول شو او د دوی ١٨ تنه هم ووژل شول .
د ۲۰۳ تندر قول اردو د مطبوعاتي دفتر سر پرست ایمل مومند د باختر اژانس خبریال ته وویل چې یو شمېر وسله والو طالبانو غوښتل د غزني د اندړو ولسوالۍ د ملا نوح بابا په سیمه کې په امنیتي او دفاعي پوستو برید وکړي د پوځیانو له غبرګون سره مخ شول .
مومند زیاته کړه چې دغه برید د هوایی قوتونو په ملاتړ سره په شا وتمبول شواو له امله یی ١٨ وسله وال طالبان ووژل شول او ١٢ نور ټبیان شول او ١٢ موټر سایکلونه اود دوی یوه اندازه جنګي وسایل ویجاړ شول .
پای / سعیده

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا