امنیت

اته دېرش طالبان په قندهار کې ووژل شول

کابل / د مرغومي ٧ مه / باختر
په قندهار کې تېره شپه له پوځیانو سره په نښتو کې ۳۸ وسله وال طالبان ووژل شول او ۸ نوریې ټپیان شول.
دغه جګړې په ډنډ، شاولي کوټ، پنجوايي او ژیړي ولسوالیو کې د پوځيانو پر پوستو د یرغلګرو له بریدونه وروسته ونښتې.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو یوه جګپوړي مقام باختر آژانس ته وویل چې په یادو جګړو کې د ۶ پاکستاني جګړه مارانو په ګډون ۳۸ وسله وال طالبان ووژل شول او ۸ نور يې ټپیان شول.
دغه جګپوړی پوځي مقام وايي چې پر یرغلګرو د هوا او ځمکې له لارې بریدونه وشول. هوايي قواوو په قندهار کې د دغو یرغلګرو پر پټنځیو بریدونه وکړل چې په پایله کې د دښمن ۴ پټنځي له ټولو جنګي وسایلو سره یې له منځه لاړل.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یو بل خبر له مخې:
پوځيانو د خلکو په همکارۍ د قندهار په ګڼ مېشتو لارو کې د ۲۰ ماینونو په کشف او شنډولو سره د یولړ چاودنومخه ونیوله.
تراوسه د دغو ماین ښخونو په اړوند څوک نه دي نیول شوي.
پای/ع

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا