امنیت

اته طالبان په بلخ کې ووژل شول

۳۴- کابل / د لیندۍ ۳ مه / باختر
د يو قوماندان په ګډون ٨ وسله وال طالبان تېره شپه په بلخ کې ووژل شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي باختر آژانس ته وويل: دغه وسله وال طالبان د بلخ د دولت آباد ولسوالۍ په کلينيک سيمه او د بلخ ولسوالۍ هېواد سيمه کې له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول.
رضايي زياته کړه: په وژل شويو کې د وسله والوطالبانو يو سيمه ييز قوماندان محرز هم شامل دی او يو بل طالب ټپي شوى دى.
دغه نښتې له هغه وروسته رامنځته وشوې چې وسله والو طالبانو په يادو سيمو کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو پر پوستو بريدونه وکړل چې د پوځيانو له غبرګون سره مخ شول.
پاى \ ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا