
کابل / د لیندۍ ۳ مه / باختر
اته وسله وال طالبان نن د جوزجان په فيض آباد ولسوالۍ کې ووژل شول.
د جوزجان امنيه قوماندان عبدالواحد وجدان باختر آژانس ته وويل چې دغه طالبان د دغه ولايت په فيض آباد ولسوالۍ کې د پوځيانو پر پوستو د بريد په وخت کې ووژل شول.
هغه زياته کړه: يوه ډله طالبانو د دغه بريد په ترسره کولو غوښتل په فيض آباد کې امنيتي پوستې سقوط کړي چې د امنيتي او دفاعي ځواکونو له مقاومت سره مخ شول او بريدونه يې په شا وتمبول شول.
د جوزجان د امنيې قوماندان د څرګندونو له مخې؛ د دغو نښتو په پايله کې ۸ وسله وال طالبان ووژل شول او ۵ نور يې ټپيان شول.
په پېښو کې د پوليسو يو سرتېرى شهيد شو او درې نور یې ټپيان شول.
ختم- شکريه- اکرم