امنیت

اته طالبان په فراه کې ووژل شول

فراه / د مرغومي / ۶/ باختر
اته وسله وال طالبان تېره شپه په فراه کې د پوځیانو په عملیاتو کې ووژل شول .
د ۲۰۷ظفر قول اردو د یوې خبر پاڼې په لېږلو سره باختر اژانس ته ویلى دی چې وسله والو طالبانو د دغه ولایت د بالا بولوک ولسوالۍ د فراه رود په ساحه کې د پوځیانو پر پوستو برید وکړ چې د پوځیانو له مقاومت سره مخ شول پايله کې ٨ وسله وال طالبان ووژل شول او ٣ نوريې ټپیان شول .
په خبر پاڼه کې ویل شوي دي چې په دغو عملیاتو کې د دښمن یوه اندازه جنګي وسایل هم ویجاړ شوي دي .
په دغو عملیاتو کې ملکیانو او پوځیانو ته زیان نه دی اوښتی .
بای / سعیده

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا