امنیت

اته طالبان په ننګرهار کې ووژل شول

کابل / د مرغومي ٧ مه / باختر
په ننګرهار کې اته وسله وال طالبان له پوځيانو سره په نښتو کې ووژل شول او٤ نور یې ټپيان شول.
دغه نښتې تېره شپه په خوږياڼيو او حصارک ولسواليو کې پر امنيتي پوستو او د پوځيانو پر کاروان د وسله والو طالبانو له بريدونو وروسته رامنځته شوې.
د هېواد په ختيځ کې د سېلاب قول اردو يوه جګپوړي مقام باختر آژانس ته وويل چې په یادو نښتو کې ٨ وسله وال طالبان ووژل شول او ٤ نوریې ټپيان شول.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
پاى \ ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا