خبرونهامنیت

اته طالبان په هرات کې ووژل شول

٤٤- کابل / د ليندۍ ٢مه /باختر
٨ وسله وال طالبان په هرات کې له افغان ځواکونوسره په جګړه کې ووژل شول.
د وسله والوطالبانو سيمه ييز قوماندان ملا جهاديار هم په وژل شويوکسانو کې شامل دى.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد باختراژانس ته وويل چې په دغو طالبانو په شينډنډ کې د پوځيانو پر دوو پوستود دوى د يرغل په وخت کې بريد وشو.
د يوبل خبرله مخې؛يو وسله وال طالب په هرات کې د خپل ماين په چاودنه کې ووژل شو.
دغه وسله وال طالب نن سهار غوښتل د شينډنډ ولسوالۍ په يو سړک کې ماين ښخ کړي چې ماين وچاوديد اوهغه يې وواژه.
وسله والوطالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
ختم- ج- اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا