امنیت

اته طالبان په هلمند کې ووژل شول

کابل / د لیندۍ ۵ مه / باختر

اته وسله وال طالبان په هلمند کې له پوځیانو سره په نښته کې ووژل شول او اووه نور یې ټپیان شول.

دغه نښتې تېره شپه په نهرسراج او ناوې ولسوالیو کې هغه وخت رامنځته شوې چې طالبانو د پوځیانو پر دوو پوستو بریدونه وکړل.

د هېواد په جنوب لوېدیځ کې د میوند قول اردو د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره باختر آژانس ته ویلي دي چې په دغو نښتو کې ۷ وسله وال طالبان وژل شوي او ۷ نور یې ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یو بل خبر له مخې:

په هلمند کې یو وسله وال طالب چې طالبانو ته د جنګي وسایلو په لېږدونې بوخت و، د پوځیانو په ډزو سره ووژل شو.

پولیس وایي چې له دغه وسله وال طالب څخه یوه اندازه چاودېدونکي توکي او ماینونه ترلاسه شوي دي.

پای/سعیده

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا