امنیت

اته وسله وال طالبان په ننګرهارکې ووژل شول

کابل / د لیندی ۳۰ باختر
اته وسله وال طالبان په ننګرهار کې له پوځيانوسره په نښتوکې ووژل شول.
دغه جګړې تېره شپه د نازیانواو خوږیاڼيوپه ولسواليوکې هغه وخت ونښتې چې یوې ډلې وسله والو طالبانو د پوځيانو پر پوستوبرېدونه وکړل.
د را رسېدلوخبرونوله مخې، د طالبانوله برېدونو وروسته د هوا او ځمکې له لارې پر یرغلګرو برېدونه وشول.
د هېواد په ختیځ کې د سېلاب قول اردو یو جګپوړي مقام باخترآژانس ته وویل چې په دغو جګړو کې ۸ وسله وال طالبان ووژل شول.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پای-ع

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا