امنیت

اته وسله وال طالبان په کونړ کې ووژل شول

١٠- کابل/ دمرغومي ١٢مه /باختر
اته وسله وال طالبان په کونړکې د وروستيو جګړو په بهيرکې ووژل شول .
دغه جګړې تېره شپه او نن سهار په ماڼوګي اوشلتن ولسواليو کې رامنځته شوې.
د هېواد په ختيځ کې د سېلاب قول اردو يوجګپوړي مقام باختراژانس ته وويل چې په دغو وسله والوطالبانوهغه وخت برېدونه وشول چې په ډار اچوونکو فعاليتونو او د نويو برېدونو په سازمان ورکولو بوخت و .
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .
ختم_ج _اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا