خبرونهامنیت

اته ویشت زره کيلوګرامه چرس په ننګرهارکې له منځه يوړل شول

کابل / د لیندۍ ۱۹ مه / باختر
له نشه يي توکو سره د مبارزې پوليسو نن په ننګرهار کې په ګډو عملياتو کې د چرسو يو ستر انډى له منځه يووړ.
د کورنيو چارو وزارت وياند طارق آرين د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په ياد انډي کې ٢٨ زره کيلوګرامه چرس ځاى پرځاى شوي وو او د وسله والو طالبانو په يوه پټنځي کې ساتل کېدل چې له کشف وروسته له نشه توکو سره د مبارزې قانون پر بنسټ په سيمه کې له منځه يوړل شول.
آرين وويل چې د دغو چرسو ټوله بيه څه د پاسه يو میليون امريکايي ډالره ويل شوي دي چې تروريستي ډلې په تېره بيا وسله وال طالبان د هغو له عوايدو څخه تمويلېږي.
پاى \ ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا