خبرونهامنیت

اته څلوېښت طالبان په قندهار کې ووژل شول

کابل / د مرغومي ۱۳ مه / باختر
قندهار له تېرې شپې څخه تر نن سهاره پورې د پوځیانو او وسله والو طالبانو ترمنځ د جګړو ډګر و.
دغه جګړې په ژېري، پنجوايي او میوند ولسوالیو کې ونښتې چې په پایله کې ۴۸ وسله وال طالبان ووژل شول او لسګونه نور يې ټپیان شول.
سخته جګړه په ژيړي ولسوالۍ کې هغه وخت ونښته چې پوځيانو د وسله والو طالبانو پر یوې غونډې د هوا او ځمکې له لارې بریدونه وکړل.
د را رسېدولو خبرونو له مخې؛ دغو وسله والو طالبانو د پوځيانو پر پوستو د بریدونو لپاره چمتو کېدل چې برید پرې شو.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو یوه جګپوړي مقام باختر آژانس ته وویل چې په یادو جګړو کې د ۸ پاکستاني جګړه مارانو په ګډون ۴۸ طالبان ووژل شول او لسګونه نوريې ټپیان شول.
هغه تایید کړه چې په وژل شویو کې د وسله والو طالبانو دوه سیمه ییز قوماندانان هم شامل دي.
دغه راز په دغو بریدونو کې هوايي ځواکونو د وسله والو طالبانو ۶ پټنځي له ټولو جنګي وسایلو سره ویجاړ کړل.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یو بل خبر له مخې:
پوځيانو د قندهار په ګڼ مېشتو لارو کې د ۱۸ ماینونو په کشف سره د یولړ چاودنو مخه ونیوله.
د دغو ماین ښخوونو په اړوند تراوسه څوک نه دي نیول شوي.
پای/ع

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا