سیاستخبرونه

احمد نادر نادري: د انساني منابعو مديريت د اطلاعاتو د سيستم تطبيقول د کاري بهير د ساده کېدو سبب کېږي.

٤٨- کابل/ د مرغومي ٢مه / باختر
د انساني منابعو مديريت د اطلاعاتو په سيستم کې د ملکي خدمتونو د ټولو کارکوونکو د اطلاعاتو د ثبت بهير له بشپړېدو وروسته اړوندو ادارو ته د دغه سيستم د لېږدونې پړاو پيل شوى دى.
د باختراژانس خبريال دخبرله مخې: په هغې غونډه کې چې نن په همدې مقصد جوړه شوه د اداري اصلاحاتو اوملکي خدمتونو د خپلواک کمېسيون رييس احمد نادر نادري وويل د ( انساني منابعو مديريت د اطلاعاتو د سيستم تطبيقول د کاري بهير د ساده کېدو سبب کېږي او د منابعو او د زيات وخت د ضايع کېدومخه نيسي. ادارو ته د دغه سيستم په لېږدونې سره بايد د اړوندو برخو مسووليت منل زيات شي او سيستم په توګه وساتل شي )
په لومړي پړاو کې د ملکي خدمتونو ٢٠ ادارو ته لېږدول شوى دى او د دغو ادارو موظفو کارکوونکو د هغه د تطبيق په برخه کې په روزنيزو پروګرامونو کې ګډون کوي.
دغه راز د ملکي خدمتونو ادارو ته د دغه سيستم په لېږدونې سره د بشري منابعو ، تشکيل او د ورکړو سيستم په برخو کې ټول فعاليتونه په برېښنايي ډول ترسره کېږي.
پاى \ ج \ ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا