سیاست

اشرف غني احمدزي : يو وکېل بايد دخپلې سيمي په کچه فکر ونه کړي

کابل باخترد جدي  دمياشتې ٢١ :

دامنيتي مسوولينو دليږدونې دکميسيون رييس ډاکتراشرف غني احمدزي پرون دبدخشان ولايت ته ورسيد.

دبدخشان له ولايت څخه دباختر اطلاعاتي اژانس دخبريال دخبرله مخې

 ده له ولسوالانو  د دولتي ادارو له رييسانو او دبدخشان ښار له سپين ږيږو سره دکتنې په ترڅ کې له دوى سره يې له بهرنيو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته دامنيتي مسووليتونو دليږدونې په باب خبري وکړي.

دبدخشان والي شاه والي الله اديب دخبرو په ترڅ کې وويل چې په دبدخشان کې دپي آر  ټي  رول بايد له پوځي ځواک څخه په پرمختيايي برخه کې به  ملکي تمويلونکې ځواک  بدل شي  اوپه بدخشان  کې دبنسټيزو پروژو په برخه کې تراوسه پوري پانګه  نه ده اچول شوي  بايد ددروازونو حلقوي سړک بشپړشي  چې ديارلس ولسوالۍ ددغه ولايت  له مرکزسره نښلوي.

دغه راز داته نوي کېلومترو په اوږدوالې دبهارک _ اشکاشم  سړک چې بدخشان له بهر سره نښلوي دغه واټ په يوه مهم تجارتي لاره بدل کړي.

ده وويل چې دبريښنا کمښت هم په بدخشان کې جدي ستونزه ده او هيله لرم دولت  له تاجکستان څخه وارداتي بريښنا دشبکې په تمويل  او په دغه ولايت کې  دپرمختيايي   قراردادونو اجراکولو ته  جدي پاملرنه وکړي.

دغه راز دبدخشان والي وړانديز وکړ چې دښه  امنيت دتامينولو په خاطر ددغه ولايت دامنيې قوماندانۍ په  چوکاټ کې يوه لوا جوړه شي.

وروسته ډاکتر اشرف غني احمدزي دموضوع په باب خبري وکړي او دلوا تشکېل يې ددولت له ځواکمني څخه بهر وباله او ويې ويل دهيواد کلني  ملي عوايد يو اعشاريه اته مليارده  ډالرو ته  رسيږي  اودملي اردو  اوملي پوليسو  دقطعاتو پوځي لګښت  چې دنړيوالې ټولنې له خوا تمويليږي اوومليارده ډالرو ته رسيږي په دې صورت کې نه شو کولاي دلواګانو په جوړولو لاس پوري کړو.

ده وويل  دبدخشان په ځينو ولسواليو کې دناامني مسله  دولسي جرګي دځينو غړو اوستاسو دوکېلانو دلاس وهنې نتيجه ده بايد يو وکېل دخپلې سيمي په کچه فکر ونه کړي بايد دافغانستان دټولو خلکو په باب فکر وکړي دزبرځواکو  او وکېلانو رول ددي سبب شوي دي چې دبدخشان په ځينو ولسواليو کې ناامني رامنځته شي .

ده دفيض اباد په ښارکې دويجاړوشويو دوکانونو داستملاک په باب ددغه ښار خلکو ته وويل چې ددوکانونو داستملاک پيسې به په نږدي راتلوونکې کې تاسو ته ورکړشي .

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا