سیاست

افغانستان او ترکمنستان د دریو مهمو اقتصادي پروژو د عملي کولو ژمنې وکړې

٨ – کابل باختر د دلوي ٦مه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي نن له غرمې مخکې د ترکمنستان له جمهور رئیس قربان قلی بردی محمدوف سره په کتنه کې د ټاپي، د اوسپنې دپټلۍ او افغانستان ته له دغه هېواد څخه د برېښنا د لیږد په اړه خبرې وکړې.

دباختر اطلاعاعتي اژانس  ته دجمهوررييس دويندوى ددفتر دمعلوماتو له مخې

په دې کتنه کې چې د ترکمنستان په ترکمن باشي ښار کې تر سره شوه، دواړو لوریو د تاپي د پروژې په اړه چې له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګاز د لېږدلو پروژه ده، په راتلونکي کې ددغې پروژې د عملي کېدلو په اړه د همکاریو ژمنې وکړې.

د هېواد جمهور رئیس د ترکمنستان له جمهور رئیس سره خپله کتنه "موثره او موفقه" وارزوله. حامد کرزي په تېرو کلونو کې د ترکمنستان هېواد د مرستو او همکاریو له امله  مننه وکړه او ټینګار  یې وکړ چې د ټاپي پروژه د افغانستان ترکمنستان، پاکستان او هند لپاره یوه حیاتي پروژه ده.

د ترکمنستان جمهور رئیس هم د سیمې په کچه له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې د جنوبي آسیا هېوادونو ته د ګازو د لېږد پروژه یوه مهمه پروژه وبلله او د عملي کېدلو لپاره یې له خپله اړخه د لازمو اقداماتو ډاډ ورکړ.

د کانونو وزیر وحیدالله شهراني چې ترکمنستان ته د هېواد له جمهور رییس سره په دې رسمي سفر کې ملګری ؤ، وویل، "د ترکمنستان له آته مراد نه تر اقینې پورې د ۸۶ کیلومتره په اوږدوالي د اوسپنې د پټلۍ د پروژې د مطالعې او ډیزاین کار بشپړ شوی دی چې  سږ کال به یې عملي کار پیل شي."

همدا راز شهراني وویل: د ترکمنستان لخوا افغانستان ته د ۵۰۰ میګاواټه په ظرفیت د برېښنا د صادرولو پروژه چې په دوو کلونو کې به یې کار بشپړ شي، زموږ د اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته کولای شي.

د یادولو وړ ده چې افغانستان لېواله دی تر څو له ترکمنستان څخه د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره برېښنا واخلي، چې په دې اړه په نننیو خبرو کې هم بحث وشو.

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا