سیاست

افغانستان د پردیو د سیاسي آزمایښتونو ځای او لابراتور نه دی د سولې د بهیر او د مذاکرو خاوند د افغانستان ملت دی

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي د ملي شورا د شپاړسمې دورې د دويم  تقنیني کاري کال د پرانیستې په غونډه کې په دې باندې ټینګار وکړ چې افغانستان د پردیو د سیاسي آزمایښتونو ځای او لا براتور نه دی چې په هرو څو کلونوکې یو ځل  یو بل نظام او یا سیاسي جوړښت په هغه کې و آزمایي.

ده، وویل: د سیاسي او ټولنیزې ودې په لاره کې زموږ یوه ستونزه په هېواد کې د سیاسي نظام او په هغه پورې د اړوندو بنسټونو د ودې او ټینګښت نه دوام دی.

حامدکرزي زیاته کړه: په تېرو څلویښتو کلونوکې څو ځله زموږ په هېواد کې د سیاسي نظام نوي ډولونه آزمویل شوي دي چې پایله یې له ویجاړتیا او د افغانستان د ټولنیزو او ارزښتمنو جوړښتونو د له منځه تللو څخه پرته بل څه نه و، دلته غواړم چې په څرګنده او غوڅه توګه ووایم چې موږ به هیڅکله هم چاته د دې اجازه ورنه کړو چې زموږ په هېواد کې د یو بل سیاسي آزمایښت خوب په واقعیت بدل شي.

حامدکرزيِ د سولې بهیر ته د اشارې په ترڅ کې وویل: د سولې د راوستو لپاره د افغانستان دولت او د سولې عالي شورا له قربانيو سره سره خپلو هڅو ته دوام وركوي.

جمهوررئیس په دې باندې ټینګار وکړ چې د سولې د بهیر او د مذاكرو خاوند د افغانستان ملت دى. هيڅ پردى هيواد يا نهاد د افغانستان د ملت د دې حق مخه نشي نيولاى.افغانستان يو ځل بيا پر هغو اصولو او ارزښتونو تاكيد كوي چې  لويې جرګې يې توصيه كړې ده.

حامدکرزي وویل: هيله مو داده چې زموږ هغه وروڼه چې د خپلو خلكو خلاف په جنګ اخته دي د افغانستان د قضاياوو په باب له تازه ښكاره شوو جريانونو څخه اوس پدې پوه شوي وي چې دا جنګ د پردیو د ګټو لپاره جنګ دى. خو افغانان او د افغانستان خاوره يې د تباهيو او برباديو بار په اوږو وړي.

جمهوررئیس وویل: هیله لرم چې په جنګ كې ښکېل وروڼه به دير ژر د پردو ټوپک پر ځمكه كښېږدي. د خپلې خاورې خلاف جنګ بند كړي او زموږ د سولې له هڅو سره به مله شي.

حامدکرزي زیاته کړه: سولې ته د رسېدو او د شخړو دكمېدو لپاره د افغانستان د خلكو او حكومت له پرله پسې هڅو سره سره، له بده مرغه پدې كال كې هم زموږ خلكو ډېرې قربانۍ ورکړې او بې مثاله ستم یې وګاله.

حامدکرزي په دې غونډه کې د هېوادپه هغوټولوکسانو خواشیني څرګنده کړه چې په څو تیرو کلونوکې د افغانستان د خلکو  د دښمنانو له خوا وژل شوي دي.

د هېواد جمهوررئیس همدا راز د هغو ځوانانو پر مړینه هم خواشیني وښوده چې د طالبانو او د پردیو په لمسون افغانستان ته رالیږل شوي او وژل شوي دي.

د ملي شورا د شپاړسمې دورې د دويم  تقنیني کاري کال  د پرانیستې په غونډه کې چې نن د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس حامدکرزي په پرانیستونکې وینا د ملي شورا په مقرکې پرانیستل شو د جمهوري ریاست مرستیالانو، د سترې محکمې سرپرست، جهادي مشرانو، د کابینې او سترې محکمې غړو، د خپلواکو ادارو رئیسانو، په کابل کې د دوستو هېوادونو سفیرانو او د نړیوالو موسسو استازو ګډون کړی و.

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا