تبصره او مطبوعاتو ته کتنه

افغان ولس د سولې خبرو د بري هیله لري

١٠- کابل / د مرغومي ۱۶مه / باختر
شک نشته چې اوس د سولې خبرو لپاره یو تاریخي فرصت برابر شوی دی. د خبرو د پرمخ بیولو طرزالعمل دواړو لوریو تصویب کړی دی او ښایي په لنډو ورځو کې د خبرو دویم پړاو پیل شي. افغان ولس د دغو خبرو د بري هیله او تمه لري.
د باختر آژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:
د افغان حکومت مرکچي پلاوي په کابل کې له جمهوررییس او نورو ګڼو مشرانو، مدني فعالانو، سیاستوالو او د خلکو له نورو بېلابېلو کټګوریو سره وکتل.
جمهوررییس مرکچي پلاوي ته ډاډ ورکړ چې دوی د افغان مشرتابه بشپړ ملاتړ له ځان سره لري. دا جوته ده چې د افغان مرکچي پلاوي پر وړاندې ستره دنده پرته ده او یو بې ساری تاریخي مسوولیت ور تر غاړې دی. ورته مسوولیت د طالبانو پلاوي ته هم ور ترغاړې دی. دواړه پلاوي باید خپل دغه ستر تاریخي مسوولیت ته ځیر شي. افغانان له جګړې ستومانه شوي دي او نور د جګړې د دوام وس او زغم نه لري. ولس سوله غواړي او د سولې د راوستو مسوولیت اوس د دواړو لوریو پر اوږو پروت دی.
دا هم د یادولو ده چې اوس د سولې لپاره نه یوازې د افغانانو ذهنیتونه مساعد دي؛ بلکې په افغانستان کې د سولې په اړه سیمه ییزه او نړیواله اجماع هم پیاوړې شوې ده. ملګري ملتونه، اروپایي ټولنه، د اسلامي همکاریو سازمان او نور معتبر نړیوال بنسټونه په افغانستان کې د سولې بهیر ملاتړ کوي. کورنی او نړیوال پیاوړی ملاتړ د سولې خبرو د بري لپاره ښه فرصت رامنځ ته کړی دی. دا اوس د سولې خبرو په دواړو لوریو پورې اړه لري چې څنګه باید له دغه پاخه کورني، سیمه ییز او نړیوال ملاتړه ګټه واخلي او روانې خبرې بري ته ورسوي.
د خبرو دویم پړاو به د اجنډا له تصویبولو پیل کېږي. که موږ د طرزالعمل پر سر د داوړو لوریو ترمنځ اوږدو خبرو ته کتنه وکړو؛ نو دې پایلې ته رسېږو چې د اجنډا تصویبول به هم ساده نه وي. د دواړو لوریو دریځونه سره توپیر لري. موږ دا توپیر نه ردوو. څرګنده خبره ده چې هر لوری خپل لومړیتوبونه لري او په اجنډا کې د دغو لومړیتوبونو د پرځای کولو لپاره به استدلال او ټینګار کوي؛ خو له دې سره سره د افغانانو هیله دا ده چې دواړه لوري د خلکو اساسي غوښتنه هم په پام کې ونیسي. د خلکو اساسي او بېړنۍ غوښتنه دا ده چې باید جګړه ودرول شي، تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېښودل شي. د جګړې درول او تاوتریخوالي ته پای ورکول د اوربند له ټینګولو پیلېږي.
ټول باید دا ومني تر هغو چې سراسري اوربند تامین نه شي، په دوحه او یا کوم بل ځای کې د سولې خبرې مطلوبې پایلې نه شي رامنځ ته کولای. له دې امله د اوربند موضوع باید د خبرو د اجنډا په سرکې ځای ولري. اوربند د ټولو لوریو په ګټه دی او تر ټولو مهمه دا ده چې د افغان ولس په ګټه دی او د بې مفهومه وژنو مخه نیسي، د تاوتریخوالي مخه نیسي، د باور فضا رامنځ ته کوي او د سولې خبرو ته پیاوړی خوځښت ورکوي.
که کوم څوک د اوربند په اړه شک څرګندوي او یا یې ردوي؛ نو مانا یې دا ده چې د سولې لپاره یې د ارادې په اوړو کې شګه ده. باید دا شګه لرې کړای شي او له پیاوړې ارادې سره د اوربند د ټینګولو پرېکړه وشي. افغان ولس د سولې خبرو د بري هیله لري او باید دا هیله یې رښتیا شي.
پای/ن.ش

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا