امنیت

افغان ځواکونو د دهراود ولسوالۍ بازار له طالبانو بېرته ونيوه

کابل /د ليندۍ ١٤مه /باختر
افغان ځواکونه وايي چې د روزګان د دهراود ولسوالۍ بازار يې له وسله والوطالبانو بېرته ونيوه .
يرغلګرو څه ناڅه ٢٠ ورځې مخکې په يو بريد سره د دهراود ولسوالۍ د مرکزي بازار په ګډون د دهراود ځينې برخې نيولې وې .
د روزګان يو جګپوړي امنيتي مقام باختراژانس ته وويل چې افغان ځواکونو پرون بريالي شول چې د دهراود ولسوالۍ د بازار په ګډون د دغې ولسوالۍ زياتې برخې بېرته ونيسي .
هغه وويل چې په دهراود کې د وروستيو جګړو په بهير کې ٢٣ وسله وال طالبان ووژل شول .
اوس په سلګونو افغان ځواکونه د هېواد د هوايي ځواکونو په ملاتړ هلې ځلې کوي چې د دهراود ولسوالۍ په بشپړه توګه د وسله والوطالبانو له يرغلګرو څخه پاکه کړي .
له بله پلوه د هېواد په جنوب کې د ملي اردو جګپوړي مقامات وايي چې وسله وال طالبان په دهراود کې ماتې خوړلې او د تېښتې په حال کې دي .
ختم_ ج _اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا