ټولنه
امريکايي ځواکونو له زرو کورنيو سره مرسته وکړه

کابل باخترد جدي دمياشتې ٢٤:
په هلمند ولايت کې دامريکا يي ځواکونو له خوا په زرو کوچي کورنيو ژمني مرستې وويشل شوي .
دهلمندولايت دواشيرولسوالۍ محمدداود نوري دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل په هلمند ولايت کې دامريکا دبيارغاونې ولايتي ټيم له دغو کورنيو سره دډبرو سکرو ، ترپالونو،شړيو، داوبو دبوشکو، دګازو ډبيو، دپخلنځي دوسايلو او دژمنيو جامو مرسته وکړه .
ويل کيږي په واشيرولسوالۍ کې زر کوچي کورنۍ شپې سباکوي.