نړۍ

امريکا اووه زره تنه سرتيري له اروپا څخه باسي

دامريکا ددفاع وزير ليوندفني  ته ويلي دي چې خپل دوه جنګي ټيمونه چې  نږدي اووه زره کسيز  نظامي ځواکونو په کې شامل دي په اروپا کې له خپلو پوځي قطعاتو څخه باسي  .

دامريکا ديو اتيازره کسيزو پوځي ځواکونويوه ا ډه په اروپا کې ده .

دپنتاګون ويندوى جورج ليتل وويل  چې دامريکا ددفاع  وزير دنړۍ دنورو هيوادونو له جګپوړو دفاعي مامورينو او له اروپايي متحدينوسره دنوى ستراتيژيک لارښود په باب سلامشوره کوي .

ده زياته کړه چې داروپا او ناټو په وړاندې زموږ امنيتي ژمنې نه بدليدونکې دي .

دامريکا نوى دفاع ستراتيژي په داسې وخت کې طرحه کېږي چې دامريکا اقتصاد  په افغانستان او عراق کې  له يوې لسيزي جګړي وروسته  دڅه دپاسه پنځلسو تريليونوډالرو دملي پور له بحران سره مخامخ دي اوپه راتلوونکو لسو کلونو کې دامريکا په دفاعي لګښت کې  څلور سوه اووه اتيا مليارده ډالره کمښت په پام کې نيول شوي دي.

ليون پنيتا وويل  دامريکا متحده ايالات به په منځني ختيځ او اسيا کې خپل شتون ته دوام ورکړي .

په همدي حال کې بريتانيا خبرداري ورکړي دي  چې روسيې دغه راز په اسيا کې دامريکايي ځواکونو په ځاى پرځاى کولو سترګي نه دي پټي کړي  او ددغو ځواکونو  ځاى پرځاى کول يې په نړيواله کچه دنه اټکل وړ بللي دي.

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا