خبرونهامنیت

امنيتي منسوبینو د دهراوود ولسوالۍ له مرکز څخه تاکتيکي په شاتګ کړی دی

 کابل / د لړم ٢٣ مه / باختر

د روزګان سيمه ييز مسوولان وايي چې امنيتي منسوبینو د دغه ولايت د هراوود ولسولۍ له مرکز څخه په تاکتيکي ډول شاتګ کړی دی.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د روز ګان د والي وياند احمدشاه ساحل رسنيو ته وويل چې د دهراوود ولسوالۍ مرکز د طالبانو لاسته نه دى ورغلى، بلکې امنيتي ځواکونو ملکيانو او د استوګني کورونو ته د زيان د نه رسېدو په خاطر د دغې ولسوالۍ له بازار څخه تاکتيکي په شاتګ کړی دی.

ساحل زياته کړه: امنيتي ځواکونه عملياتو ته بشپړ چمتو دي چې له لاسه تللې سيمې بېرته ونيسي.

دا په داسې حال کې ده چې وسله وال طالبان ادعا کوي چې دوى د دهراوود ولسوالۍ زياتې سيمې په خپل کترول کې راوستې دي.

پاى \ ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا