سیاست

اندونيزيا د افغان سولې په پروسه کې د هر راز مرستې ژمنه وکړه

اندونيزيا د افغان سولې په پروسه کې د هر راز مرستې ژمنه وکړه

 

کابل/ د مرغومي ۴مه/ باختر

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب په ديني چارو کې د اندونيزيا له لوړپوړي پلاوي سره ، چې کابل ته راغلی دی، وکتل.

ډاکټر محب د افغانستان د نظام د مشروعيت او سولې په هڅو کې د اندونیزیا د ونډې اخیستو مننه وکړه او و يې ويل، په افغانستان کې د طالبانو جګړه چې د اسلامي نړۍ معتبرو بنسټونو هم ناروا ګڼلې، مشروعيت نه لري.

محب زياته کړه؛ “د جګړې دوام هيڅ توجيه نه لري او يوازې د افغان ـ مسلمان ملت وژنه ده چې بايد ژر تر ژره ودرول شي، ځکه اسلام د خشونت دين نه دی.”

د اندونيزيا د علماوو مشر  یوسف کالا چې د دغه پلاوي مشري کوي، وويل:”افغانستان ته د دې لپاره راغلي یو چې له خپلو وروڼو، خويندو او ديني علماوو سره وګورو، د سولې په پروسه کې مرسته وکړو او باید ووایم چې په دې تړاو به خپلې هیڅ راز هڅې و نه سپموو.”

په غونډه کې د حج او اقافو وزير مولوي محمد قاسم حليمي، په ديني چارو کې د ملي امنيت شورا دفتر ارشد مشاور او د افغانستان د علماوو د سرتاسري شورا سرپرست او د سولې مذاکراتي ټیم غړي مولوي عطاءالله لودين هم برخه درلوده چې پهافغانستان کې ديني فعاليتونه يې تشريح کړل.

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا